د لاسرسي ځای

د امريکا دفاع وزارت چارواکیو په حواله ويل شوي چې په تېر څه کم يو کال کې د روزنې لپاره ورغلي افغان عسکر ورک شوي دي چې فکر کېږي هلته اوسي او په ناقانونه توګه کارونه کوي.

د امريکا دفاع وزارت وياند اېډم سټمپ رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له مياشتې راهيسې ۴۴ افغان عسکر ورک شوي دي.

د سپټمبر له مياشتې راهيسې اته عسکرو بې له اجازې پوځي اډې پرې اېښي دي.

د دفاع وزارت يوه ناڅرګنده چارواکي ويلي، افغان عسکر چې په کوم حساب ورکېږي دا د اندېښنې وړ ده او په عادي توګه دغسې نه کېږي.

سټمپ زياته کړه چې دفاع وزارت د روزنيز پروګرام په اړه د پېژندنې طریقې د لا نور پياوړيکولو پر لارو غور کوي.

له ۲۰۰۷ مېلادي کال راهسې په امريکا کې شاوخوا ۲۲۰۰ افغان عسکر روزل شوي دي.

له ۲۰۰۲ م مېلادي کال راهيسې امريکا د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او د هغوي په جنګي سامان و الات سمبالولو لپاره ۶۰ مليارده ډالر ځانګړې کړي دي.

XS
SM
MD
LG