د لاسرسي ځای

تازه خبر

برسلز: له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستو ژمنه وشوه


برسلز غونډه افغانستان سره د ۱۵.۲ میلیارده ډالرو مرستې له ژمنو سره پای ته ورسېده
برسلز غونډه افغانستان سره د ۱۵.۲ میلیارده ډالرو مرستې له ژمنو سره پای ته ورسېده

د برسلز نړیواله دوه ورځنۍ غونډه د چارشنبې په ورځ د ۷۵ هېوادونو او شاوخوا ۲۶ نړیوالو مؤسسو ...

د برسلز نړیواله دوه ورځنۍ غونډه د چارشنبې په ورځ د ۷۵ هېوادونو او شاوخوا ۲۶ نړیوالو مؤسسو په ګډون له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د میلیاردونو ډالرو له ژمنې سره پای ته ورسېده.

د اروپایي ټولنې د نړیوالې پراختیا او همکارۍ مشر نوین میمیکا د برسلز غونډې په پای کې د مرستو کره شمېره اعلان کړه چې له افغانستان سره‌یې ژمنه وشوه.

میمیکا زیاته کړه:

"خوشاله یم چې نن موږ ټول د پنځلس اعشاریه دوه میلیارده ډالرو مرستې اعلانوو. پنځلس اعشاریه دوه میلیارده ډالره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره دي."

په دې مرستو کې تر ټولو زیاته اروپایي ټولنې کړې ده.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې فیډریکا موګرېني د بروکسل په غونډه کې له افغانستان سره د مرستو تر اعلان وروسته وویل چې اروپایي ټولنه ژمنه ده چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې له افغانستان سره پنځه اعشاریه شپږ میلیارده ډالره مرسته وکړي. دا مرستې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره دي.

افغان ولسمشر اشرف غني چې له موګیریني سره په ګډه خبرې ناسته کې
افغان ولسمشر اشرف غني چې له موګیریني سره په ګډه خبرې ناسته کې

افغان ولسمشر اشرف غني چې له موګرېني سره په ګډه ناسته کې خبرې کولې وویل:

"دا یوه ژمنه ده چې د دې ژمنې پلي کول اوس تر نړیوالې ټولنې د افغانستان له ملت سره ارتباط لري."

نړیواله ټولنه له افغانستانه په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د بروکسل غونډې تر څنګ له خبریالانو سره په یوې غونډه کې وویل چې نړیوالې ټولنې یو ځل بیا دا ثابته کړه چې د افغانستان تر څنګ ده او د ملي یووالي پر حکومت د اعتماد لپاره نړیواله ټولنه مرستو ته چمتو شوه.

د اروپایي شورا مشر ډونالډ ټوسک د بروکسل په غونډه کې وویل، سربېره پر دې چې مرسته کوونکي هېوادونه له جدي ګواښونو سره مخامخ دي، د دې سربېره له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له دلچسپۍ ښکاري چې نړیواله ټولنه تر ۱۵ کاله وروسته بیا هم د افغانانو ترڅنګ په ډېر قوت ولاړه ده.

د اروپایي شورا مشر ډونالډ ټوسک
د اروپایي شورا مشر ډونالډ ټوسک

پخواني:

افغان چارواکو د برسلز غونډې له پای ته رسېدو وروسته اعلان وکړ چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ۱۵.۲ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې په دغې غونډه کې ګډون درلود په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې نړیوالې ټولنې د راتلونکو ۴ کلونو لپاره له افغانستان سره د ۱۵.۲ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

دغه‌راز په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل مېلېبن هم په خپله ټویټر پاڼه کې د دغې مرستې په اړه اعلان کړی او ویلي دي چې له افغانستان سره حیرانوونکې نړیواله مرسته وشوه.

برسلز غونډه د امریکا، روسیې، هند، جاپان، نړیوال بانک، ملګرو ملتونو او ناټو په شمول د څه د پاسه ۷۰ هېوادونو او ۲۰ نړیوالو سازمانونو په ګډون د روانې اوونۍ د سې شنبې او چارشنبې په ورځ وشوه او د دغو هېوادونو استازو ژمنه وکړه چې افغانستان به یوازې پرې نه‎ږدې.

د دغې غونډې د ګډونوالو هدف هم د افغانستان حکومت له سولې، پخلاینې، هوساینې او دولت جوړونې څخه ملاتړ او دغه هېواد سره اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي مرسته بلل شوي وو.

افغان حکومت تمه درلوده چې مرسته کوونکي هېوادونه او سازمانونه تر ۲۰۲۰ کاله له دغه هېواد سره د نېږدې څلور میلیارده ډالرو کلنۍ مرستې ژمنه وکړي.

نړیواله ټولنه د دغو مرستو په بدل کې له افغان حکومت څخه د اصلاحاتو د راوړلو او له اداري فساد سره د مبارزې غوښتونکې ده.

XS
SM
MD
LG