د افغانستان پلازمېنې کابل دارلامان سیمه کې د ولسي جرګې پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه ځانمرګي برید شوی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي مشال راډیو وویل چې یاده ځانمرګي برید د کانونو او پطرولیم وزارت د مامورینو پر کاسټر موټر رامنځته شوې چې څلور ملکي وګړې یې ټپيان کړي دي.
تر اوسه د دغه برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.