د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا کې د مڼو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی


د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو د ریاست مسؤلان وايي چې سږکال په دغه ولایت کې د مڼو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دغه ریاست مشر نصیراحمد عالمیار د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې سږکال پکتیا کې د مڼو د حاصلاتو اندازه شاوخوا شل زره ټنه وه.

ښاغلی عالمیار همدا رنګه وایي چې د پټان لار د بندېدو له امله تر ډېره حده مڼې خرابېږي او باغ لرونکو ته په زیاته پیمانه زیان رسېږي.

نوموړی له مرکزي حکومته غواړي څو په دغه ولایت کې د تازه میوو لپاره سړې خونې جوړې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG