د لاسرسي ځای

تازه خبر

“غربي لار له ژمنې سره سم د پښتنو له سیمو تېرول غواړو”


د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سیاسي ګوندونو د سېشنبې په ماښام پر وزیراعظم نوازشریف او وفاقي حکومت غږ وکړ چې د چین ـــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ د جوړولو پر مهال دې له ژمنې سره سم غربي لاره چې د پښتنو له سیمو تېریږي په پام کې ونیسي.

د اسمبلۍ غړو په دې خبره اندېښنه ښکاره کړه چې د چین حکومت وايي په دې لویه پروژه کې مغربي لاره له سره شامله نه ده.

تر دې وړاندې پرون(سېشنبه) د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار خان په صوابۍ کې د یوې غوندې پر مهال وویل د چين ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ مغربي لاره به په هر صورت د دې منصوبې برخه ګرځوي.

د عوامي نېشنل ګوند لخوا پرون پر صوابۍ سربېره په اسلام اباد، کراچي او کوټه کې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ د مغربي لارې په حق کې احتجاجي مظاهرې وشوې.

بلخوا وفاقي حکومت وخت په وخت ويلي چې د مغربي لارې په اړه به خپلې ژمنې تر سره رسوي.

XS
SM
MD
LG