د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۹۶ تنه داعشیان وژل شوي


د ننګرهار چارواکو نن وویل چې افغان ځانګړو ځواکونو د اچین ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې هوایي او ځمکني عملیات تر سره کړي چې له امله یې ۹۶ تنه داعش وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګیاڼي وویل: دغه عملیات د اچین ولسوالۍ په مامند دره، لته بند، عبدالخیل او مزدکي سیمو کې تر سره شوي چې د داعش وسله والو پټنځایونه او مهمات یې هم له منځه وړي دي.

هلته د امریکا پوځ وايي د سېشنبې په ورځ یو امریکايي سرتیری د افغانستان په ختیځ کې د داعیش خلاف په عملیاتو کې وژل شوی دی.

نوموړی وايي په ننګرهار ولایت کې د داعیش خراسان پرضد د افغان او امریکايي ځواکونو د ګډو عملیاتو پرمهال دغه پېښه رامنځ ته شوې ده. له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې دي تر اوسه یې ۲۳۰۰ سرتیري وژل شوي دي.

د یادو عملیاتو په اړه داعش وسله والو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG