د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان امن خواهش باید کمزوري و نه ګڼل شي'


د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ غونډه کې د هېواد کورنۍ او بهرنۍ سلامتیا پر صورتحال، او د پوځونو تیارۍ جاج واخیستل شو.

د نهې په ورځ د پاکستان قومي سلامتۍ کمېټې په غونډه کې ویل شوي دي چې هېواد یې د امن لپاره د ګډو هڅو ملاتړ کوي خو زیاتوي چې د هر ډول پر وړاندې چمتو دي.

تر غونډې وروسته جاري شوې اعلامیه کې راغلي د پاکستان امن خواهش دې کمزوري ونه ګڼل شي.

د کمېټې په غونډه کې د هند لخوا د سرجیکل یا هدفي بریدونو د دعوو په اړه وویل شو چې هند د نړیوالې ټولنې پام د کشمیر له مسلې اړول غواړي، پکار ده چې د سیمې امن لپاره کوششونه وکړل شي.

په غونډه کې دا هم وویل شو چې پاکستان د ترهګرې مخینوي لپاره په موثره توګه جنګ کوي.

د غونډې په اړه د دفاعي چارو کار پوه بريګېډير ريټاير سيد نذير وايي چې د پاکستان او هند تر مينځه روان کړکېچ حالاتوپه تناظر کې دا غونډه ډېره مهمه وه چې پکې د ملک دننه او د بهر سلامتۍ جاج واخيستل شو او دا ډېره ضروري وه ځکه چې تر څو د يو ملک خپل امنيتي حالات ښه نه وي نو بيا د ملک سرحدونو حفاطت ګران شي۔

يو بل د سياسي چارو کار پوه پروفيسر ډاکټر غلام مصطفي مشال رېډيو ته وويل چې د قامي تګلارې او قامي سلامتې کمېټې غونډې په رابللو ټولې نړۍ او هند ته دا پيغام ورکول وو چې د ملک سياسي او عسکري مشرتابه پر يوځای ولاړ دي۔

نومړې زياته کړه چې اوس مخالفه سياسي ګوندونو له په عملي توګه هم دا ثابته ول پکار دې او سياسې اختلاف لري کول پکار دي۔

یاده دې وي هم تېره ورځ له دې غونډې وړواندې د ترهګرې په ضد جوړې کړې شوې قومي تګلارې یا نېشنل اېکشن پلان په اړه رابلل شوې غونډې په موقع د وزیراعظم نواز شریف وینا وه چې د ترهګرې خلاف جنګ روان دی او د سختدریځې خلاف جنګ زموږ د پالیسې برخه ده.

غونډې ته په خطاب کې د وزير اعظم وينا وه چې د وفاق او صوبو تر مينځه په نېشنل ايکشن پلان دې رابطې توندې کړې شي۔

د وزير اعظم د قامي سلامتۍ مشير ناصر جنجوعه د نېشنل اېکشن پلان عملدرآمد او په دې کې ولاړ خنډونو په اړه غونډې سره مالومات شریک کړلاو موجوده ملکي حالاتو په اړه يې غونډې ته بريفنګ ورکړو۔

اعلامېه مطابق د نېشنل ايکشن پلان په هر اړخ غور وشواو پدي خبره اتفاق وکړې شو چې په قامي او صوبايې سطح په ګډه سره د کوششونو ضرورت دې د قامي ايکشن پلان تر لاندې تر سه شوې کاميابيانې په ځايې وساتل شي۔

XS
SM
MD
LG