د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۹۲ میله وسلې ډایاګ پروګرام ته وسپارل شوې


د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ۹۲ میله بېلابېلې وسلې چې د عملیاتو او جنايي جرمونو په دروان کې يې نيولې وې، ډایاک یا د بې وسلې کولو پروکرام ته وسپارلې.

چارواکي وايي چې د یادو وسلو په تړاو ۱۶ تنه نیول شوي هم دي چې قضايي او عدلي ادارو ته یې سپارلي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ منسوبينو د چارشنبې په ورځ يادې وسلې د ډایاګ يا بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارلې. د وسلو د سپارلو پر مهال د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول، حضرت حسین مشرقیوال مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، يادې وسلې يې د تيرو پينځو میاشتو په دوران کې د عملیاتو او جنايي جرمونو پر مهال نیولې دي.

(( د چاڼیزو عملیاتو پر مهال، د پلټنو پر مهال او په جنايي پيښو کې ۹۲ بېلابېل ډول ولسې چې کلاشینکوف او تفنګچې په کې شاملې دي، کشف او تر لاسهشوي چې په تور يې ۱۶ تنه نيول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي. دغه وسلې نن د يوې غونډې په ترڅ کې ډایاک پروګرام ته وسپارل شوې.))

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنیف ګردیوال د پوليسو لاسته راوړنې وستایلې ويې ویل:

(( زه د پوليسو د دغه سرښندنو او هلو ځلو نه مننه کوم، چې دوی قرباني ورکوي او زحمتونه وباسي. او د ننګرهار د امنیت او سوکالۍ لپاره خپلې سرښندنې کوي.))

د افغانستان په ختيځ زون کې د ډایاګ پروګرام مشر بريد جنرال جوهر دولتزی وايي چې يادې وسلې به د ملي دفاع وزارت ډیپو ګانو کې خوندي کړی شي.

(( دا وسلې د بیت المال وګرځیدلې، یانې ډایاګ ته تسليم شوې ، ډایاګ يوه ملي پروسه ده او په دې پروسه کې ټول امنیتي ارګانونه له موږ سره فعالانه سهم اخلي. هغه کې ملي امنیت، ملي پوليس او که ملي اردو ده. دا قربانۍ چې دوی ورکوي، دا په دې مانا ده چې د ولس نه دفاع کوي، دا وسلې په ډير شفاف ډول سر له دې لحظې نه د ملي اردو ډيپوګانو ته تسلیميږي.))

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، دوی د غیر قانوني وسلو پر وړاندې کمپاین پیل کړی هرڅوک چې بې جوازه وسله ګرځوي د دوی پولیس يې نیسي او د قانون منګولو ته يې سپاري.

XS
SM
MD
LG