د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستیان وايي په یووالي او ورورۍ کې مو بریا ده


د خوست قومي مشران، د بېلابېلو ټولنیزو بنسټونو غړي او روڼ اندي په هېواد کې شته سیاسي او ټولنیزې ناخوالې د خلکو تر منځ د بې اتفاقیو او د سیمې د هېوادونو د استخباراتي کړیو د مداخلو له کبله بولي.

د سېشنبې په ورځ د خوست د سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانو په ګډون د غونډې ویناوالو ټېنګار وکړ، که چېرې ولسونه په خپلو کې یوموټي شي، نه یواځې داچې شته امن به لا ټېنګ شي بلکې په دې سره به په خوست کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو د پلي کیدو لپاره هم زمینې برابرې شي.

یاده غونډه چې په قومي چارو کې د ولسمشر د سلاکار وزیر په توګه د خوست د یو تن قومي مشر محمد ابراهیم مشفق د ګمارنې په مناسبت جوړه شوې وه، نوموړي د افغانستان د شته ناخوالو یو لامل بې اتفاقي او دویم لامل يې د سیمې د استخباراتي کړیو لاسوهنه وبلله.

د ولسمشر سلاکار وزیر محمدابراهیم مشفق زیاته کړه:

(زما خپلو قومونو تاسو پوهیږئ، چې په کوم مرض دا څلوېښت کاله مبتلا یو، چې له ستونزو او کړاونو خلاصون نشو موندلای، تر اوسه مو علاج ندی شوی، هغه د بې اتفاقۍ مرض دی، د سیمې استخباراتي کړۍ نه غواړي چې دا دروند ولس په خپلو منځو کې دوستي او وروري سره وپالي، د دې مرض دوايي ټېنګ وحدت دی او ټېنګ اتفاق دی، که وحدت مو وکړ، نو پوۍ شئ چې بیا ناخوالې موږ لوري ته نشي راتللی.)

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي همایون همایون ولسمشر محمداشرف غني وستایه چې د یاد ولایت یو تن مشر يې د خپل سلاکار په توګه ټاکلی دی، چې هغه د خوست د خلکو ستونځې مستقماً ولسمشر ته رسوي.

ده زیاته کړه، ولسمشرویلي، چې نړیواله ټولنه په سرحدي ولایتونو کې د بیارغونې لپاره ځانګړي بودجه د افغان حکومت په اختیار کې ورکوي، نو دده په وینا که خوستوال یوموټي ول او امن يې وساتلی شو، نو باور لري، چې ولسمشر به لدې بودجې د خوست بیارغونې ته هم پاملرنه وکړي.

همایون همایون وویل:

(د رييس صیب دولت ښه زیری ماته دا وو، چې ده وویل د نړیوالې ټولنې کمکونه چې له موږه سره يې کوي، تر درې سوه میلیونه ډالرو پورې پدې استقامت کې مصرفیږي، نو کمه موږ وتوانیږو چې په اتفاق او اتحاد سره داسې پروژې چې موږ ورته حیاتي ضرورت لرو، رييس صیب جمهور ته يې پیشنهاد کړو موږ کولای شو، له دوی څخه ځنې پروژې راوړو.)

د معیوبینو د اتحادیې مشر سخي محمود مهربان هم په خپلو خبرو کې له ځنو هغو ډلو ټپلو او اشخاصو چې د خپلو مادي ګټو د خوندیتوب لپاره خلک په یوه او بل نوم سره ویشي غوښتنه وکړه، چې د هېواد د ابادۍ لپاره سره یو لاس شئ.

سخي محمود مهربان زیاته کړه:

(راشئ یو لاس او یو موټی شئ، دا تعصبونه چې دا فلانی دی یا دا فلانی دی، دا تعصبونه پریږدئ، یو لاس شئ تر څو افغانستان جوړ شي، موږ خو درد لیدلی خو چا چې ندی لیدلی هغه ته نه مالومیږي، که زموږ په سرونو د دې وطن د ابادۍ څه کیږي، زموږ سرورنه ترې قربان دي، مخکې مو هم قربانۍ ورکړي او بیا هم دې ولس او خاورې ته قرباني ورکوو، ځکه موږ د دې وطن عسکر یو.)

پدې غونډه کې د خوست ولایتي شورا رييس عبدالولي واحدزي انديښنه څرګنده کړه، چې ځنې افراد او اشخاص د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب لپاره په خلکو کې یو ځل بیا په یو او بل نوم بې اتفاقیو ته لمن وهي.

عبدالولي واحدزي ټېنګار وکړ، چې اوسمهال د خلکو سیاسي او ټولنیز شعور لوړ شوی او په دې پوی شوي، چې یواځې په زغم، یووالي او سوله کې د دوی ګټې خوندي کیدای شي.

XS
SM
MD
LG