د لاسرسي ځای

تازه خبر

 وزیري: کندز کې وسله والو ته درنه مرکژوبله اوښتې


د افغانستان دفاع وزارت وایې په کندز کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال وسله والو مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزيري نن(سېشنبه) په کابل کې خبریالانو ته په دې اړه وویل:

(( په کندز کې چې کومې ستونزې رامنځ ته شوې وو،وسله وال پوځ وسله والو مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او په خواشینۍ سره چې د دغو نښتو کې پنځه د ملي اردو سرتیري هم وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.))

دې سره هم مهاله د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دغه کنفرانس کې وویل چې په کندز کې د افغان ځواکونو پوځي عملیات په شدت سره مخ ته ځې او ډېر ژر به کندز ښار له وسله والو مخالفانو ونیول شي.

اخوا د کندز د حوزوي روغتون مشر ډاکټر نعیم منګل مشال راډيو ته وویل چې تراوسه ورته له روانې جګړې ۵۴ ټپیان ور وړل شوې دي چې په ټپیانو کې ډېری ملکیان دي.

وسله وال طالبان ادعا کوي چې د ښار مهمې برخې د دوی په لاس کې دي او له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

XS
SM
MD
LG