د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندز کې د وسله والو پرضد چاڼیز عملیات دوام لري


د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې دغه ولایت ته د افغان د ځانګړې ځواکونو قطعات او د کماندو ځواکونه ورسېدلي دي او دا مهال د ښار په بېلابېلو برخو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼیز تصفیوي عملیات جریان لري او دښار یوشمېر سیمې یې له وسله بیرته نیولي دي.

د کندز ولايتي شورا یوتن غړي امرالدین ولي هم وايي، لاهم د کندز ښار په بېلاو بېلو برخو کې درنه جګړه جریان لري.

((په ښار کې لاهم جګړه دوام لري او خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي، د دغې روانې جګړي له کبله ولسي وګړو زښته په تکلیف شوي دي. برېښنا نشته، د اوبو سیستم خراب شوی دی.))

د کندز ښار یوشمېر اوسېدونکيو له دولته غوښتي چې ولایت دې له وسله والو پاک کړي:

( د ښار سپینزر ګولايي کې، د کاه بازار په کوڅه کې، په خاکنۍ سیمه کې او له سپینزر چمن سره جګړه روانه ده او ښار تړلی دی.)

(نوم مې خان محمد دی، په ښار کې اوس هم جګړه جریان لري او یوشمېر له دغه ښار څخه نورو ولایتونو څخه د کډې په حال کې دي، ځکه خلک وېرېږي، چې جګړه اوږده نشي.))

بل خوا د کندز والي ویاند سید محمود دانش بیا وايي، چې دغه عملیات په دې خاطر ورو روان دي ځکه وسله وال طالبان د خلکو له کورونو څخه پر امنیتي ځواکونو باندې ډزې کوي، او افغان ځواکونه ډېر په احتیاط سره پرمخ روان دي، چې په سیمه کې ولسي وګړو ته زیان و نه رسېږي.

د کندز حوزوې روغتون چارواکو د معلومات له مخې له تېرې ورځي راهیسې دغه روغتون ته ۵۴ تنه ټپيان وروړل شوي دي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

دیادونې ده، چې د دغې روانې جګړه له کبله له تېرې ورځي راهیسې د ښار برېښنا پرې شوې ده. همدارنګه د اوبو سیستم هم خراب شوی دی او ښار هم په بشپړه توګه تړلي دي چې له کبله یې د دغه ښار اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي، چې دکندز ښار ډېرې برخې وسله والو طالبانو نیولې او لاهم د طالبانو په کنټرول کې دي.

اجمل آرین/ ازادۍ راډيو/ کندز

XS
SM
MD
LG