د امريکا دوه سفارتکارانو ته تېر کال هغه وخت د روسپه سنت پیترزبورګ ښار کې نشيي مواد ورکړل شوي وو چې هلته په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ورغلي وو.
يوه باخبره امريکايې سرچينې ويلي، دغه ډيپلوماټان چې نشيي مواد ورکړل شوي وو په هغه کنفرانس کې د ګډون لپاره تللي وو چې د نوامبر له دوهمې تر شپږمي ڼيټې د کرپشن پر ضد د مبارزې په لړ کې د حکومتونو کردار د بحث کولو لپاره جوړ شوی وو.
دا مالومات هغو سر چينو د مشال راډیو انګلسي څانګې ته ورکړي چې له دې پيښې خبر دي.
دا پېښه چې د یوه هوټل په بار کې شوې وه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي يې ډېر اندېښمن کړي دي.
چارواکي باور لرې چې دا کار په اصل کې د امريکاييې سفارتکارانو د ځورولو د لړی برخه وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه باخبره سرچینه وايي چې دې وزارت خپله اندېښنه په ډېره خاموشی سره ماسکوته سپارلې وه او تر هغو غلي پاته شو ی وو چې درې مياشتې وروسته بيا يوه بله پيښه رامنځ ته شوه.
چارواکي باور لرې چې دا کار په اصل کې د امريکاييې سفارتکارانو د ځورولو د لړی برخه وه.
دغه بله پيښه سږ کال د جون په مياشت کېهغه وخت وشوه کله چې يوه روسي ژغورونکي په ماسکو کې د امريکا پر يو سفارتکار حمله وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امريکايې ډيپلوماټانو د ځورولو دا لړۍ له تېرو دوو کلونو را هيسې روانه ده.
د مشال راډيو د يوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وويل چې دغه شان ځوروني له ۲۰۱۴ کاله راهيسې زياتې شوې دي.
دې سرچينې د نوم نه په ډاګه کولو په شرط زياته کړه چې امريکا دا ستونزه په نړيواله کچه راپورته کړې ده او له نړيوال قانون سره سم به د خپلو ډيپلوماټانو د خونديتوب موضوع راپورته کولو ته دوام ورکړي.
کله چې تېرکال امريکا روس ته په دې اړه شکايت وکړ نو ماسکو هم په ځواب کې دا شکايت وکړی چې د دوی له ډيپلوماټانو سره هم په امريکا کې دغسې چلند کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امريکايې ډيپلوماټانو د ځورولو دا لړۍ له تېرو دوو کلونو را هيسې روانه ده.
د روس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جون په ۲۸ نيټه په ماسکو کې د خبرې غونډې پر مهال وويل چې د دوی سفارتکاران هم له سي ای اې او د پلټنې له فېدرالي ادارې ایف بي ای څخه د پارونې او نفسیاتي ځورونو شکايت لري.
نوموړې زياته کړه چې ډيپلوماسي په متقابلې معاملې ولاړه وي او چې څومرې امريکا اړيکو ته زيان رسوي هغومرې به د امريکا سفارتکارانو ته په روس کې کار کول ګران شي.
د امريکايې د خبريالانو او سفارتکارانو د ځورولو دا لړۍ ان د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې هم وه.