د لاسرسي ځای

کراچۍ: د مدني مبارز واحد بلوڅ خوشېکېدو لپاره لاریون


د ګل/یکشنبې په ورځ په کراچۍ کې د بشري حقونو سازمان، د مدني ټولنې فعالانو د تریتم یا بېدرکه کړل شوي یوه فعال واحد بلوڅ د خوشېکېدو لپاره لاریون را-اېستلی وو. نوموړی له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې ورک دی. په دغه مظاهره کې د هغه د کورنۍ غړي یې هم شامل ول. د واحد بلوڅ لور هاني بلوچ مشال راډیو ته وویل چې پلار یې د جولایي په ۲۶ مه نېټه بې درکه کړل شوی دی. بلوچ ملتپالان تور لګوي چې د پاکستان امنیتي ادارو یې په زرګونو خلک لا درکه کړي خو امنیتي ادارې دغه تورنه ردوي. له کراچۍ د محمد عمران ویډيو راپور

XS
SM
MD
LG