د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګروملتونو په شام کې د اوربند د بیا ټینګولو هڅه کوي


د متحدوایالاتو له دې اعلان وروسته چې نه غواړي په شام کې د جګړې د بندولو په هڅو کې له روسیې سره همکارۍ ته دوام ورکړي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ شام کې د اوربند د بیا ټینګولو لپاره هڅه وکړه، خو روسیې یې په وړاندې خنډ جوړ کړ.

فرانسې او اسپانیا د دوشنبې په ورځ د هغو اقداماتو لپاره د امنیت شورا د تائید د ترلاسه کولو هڅه وکړه چې په عملي کېدو سره یې د سوریې په حلب ښار کې هوايي جګړه سمدستي بندېږي.

دا هغه سیمه ده چې لسګونه کسان په وروستیو څو ورځو کې پکې وژل شوي، خو د روسیې سفیر ویټالي چورکین وویل، په هغه سیمه کې چې د هوايي حملو د ممنوعیت پریکړه لیک به تروریستانو ته موقع په لاس ورکړي چې څه يې چې زړه غواړي هغه وکړي.

په غونډه کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډې میسټورا وویل چې د روسیې او امریکا د ګډو ډیپلوماټیکو هڅو د ناکامۍ له کبله خورا خواشینی دی خو ده ټینګار وکړ چې د سیاسي حل‎لارې د موندلو هڅو ته به په قوت سره دوام ورکړي او هېڅکله به د سوریې خلک په دې کړکیچ کې یوازې پرې نه‎ږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG