د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندز: افغان ځواکونو د دغه ښار مهمې برخې نیولي


د کندز چارواکي وایي چې افغان ځواکونو د دغه ښار مهمې برخې نیولي دي.

د دغه ولایت د والې ویاند سید محمود دانش ازادي راډيو ته وویل چې افغان کمانډو ځواکونه دا مهال په عملیاتو بوخت دي او ډېر ژر به ټول ښار تر خپلې ولکې لاندې راولې.

نوموړي وویل چې وسله‎والو طالبانو ته په‎دې نښته کې درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د دقیق شمېر په اړه یې څه ونه ویل.

په ورته وخت کې د کندز د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر نعیم منګل ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه ورته له روانې جګړې ۵۴ ټپیان انتقال شوي دي.

نوموړي وویل چې په ټپیانو کې تر ډېره ملکي وګړې دي.

خو وسله‎وال طالبان ادعا کوي چې د ښار مهمې برخې د دوی په لاس کې دي او له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

وسله‎والو طالبانو پرون د دوشنبې په سهار د کندز ښار ته پر یو شمېر نېږدې سیمو حملې وکړې او د ورځې تر پایه يې د ښار د مرکزي چوک په ګډون زیاتې سیمې تر خپلې ولکې لاندې کړې چې اوس یې افغان ځواکونه د بېرته نیونې خبره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG