د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستانیان خپلې ځمکې غواړي چې دکانونه پرې جوړ کړي


د شمالي وزیرستان د میران شاه او میر علي د مارکیټونو او دکانونو مالکان وايي حکومت دې دوی ته خپله ځمکه ورکړي دوي به پرې خپله مارکیټونه جوړ کړي.

ځکه چې له دې به د دوی د قامونو ترمینځ جنګونه شورو شي چې د یو بل په ځمکه ورته مارکیټونه جوړ کړي.

له مشال راډیو سره خبرو کې د میران شاه او میرعلي د مارکیټونو مالکانو وویل حکومت لګیا دی په خپله خوښه دوی له د یو بل په ځمکه مارکیټونه او دکانونه جوړوي چې ویره ده چې له دې د تقسیم وروستو به دوی خپلو کې دشمني جوړې شي.

د دوی په وینا چې دوی له سیفران د وفاقي وزیر او جماعت اسلامي او جمعیت علماء اسلام او نورو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره لیدلي او ورته یې دا مسله کېښودې خو تر دې دمه ورته هېچا هم مسله هواره نه کړه.

له میران شاه ملک دورین مشال راډیو ته وویل دوی له فاټا د پارلیمان د غړیو نه غوښتنه کوي چې دا مسله ورته په پارلیمان کې راپورته کړي ځکه چې د دوی خو څوک نه اوري:

(دا چې په میرام شاه کې د ملا خان په نوم باندې چې څومره میراث دی دا میراث د خدائ دی او بیا زما دی او زه د سراج صېب سره هم ملاو شوې یم او د عدالقادربلوچ سره او د نورو یو شمېر خلکو سره ملاو شوې یم او دوي راته ویلي دي چې ستاسو مسله به هواره کړو خو حکومت نن په خپله مخه لګیا دی بلاکونه اوباسي او مارکیټونه جوړوي نو مهرباني دې وکړي او زه د پوځ او سول حکومت ته دا خواست کوم چې دا کار بند کړي او موږ ته دې خپله خاوره وسپاري موږ يې خپله جوړولې شو.)

هم دا شان یو بل د دکانونو مالک په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

(حاجي ملک کابل خان یم چې کومه زموږ خاوره ده موږ ته دې راکړي موږ یې خپله جوړو او که داسې ونه شي نو بیا به خانه جنګي جوړه شي.)

یو بل تن ملک انور علي مشال راډیو ته وویل چې دوي خو له اوله د ستونځو سره مخ دي باید چې له دوي سره نور ظلم ونشي:

(موږ دا خواست کوو چې موږ سره دې نور زیاتې نه کوي زموږ ۳۰۰، څلور سوه دکانونه وو په دې سپئیر پارټس وو، کباړ وو قسمه قسم ټرانسپورټ کاروبارونه وو پکې دا هر څه تباه شول نو موږ اوس دا خواست کوو چې موږ دې نور نه ذلیلوي موږ ته دې خپله خاوره خپله راکړي.)

مشال راډیو چې د دوي دا مسله د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلئ غړي مولانا جمال الدین په وړاندې کېښوه نو هغه وویل چې دې به په دې د وزیر اعظم سره او په پارلیمان کې هم خبرې کوي او دې به کوشش کوي چې دا مسله یې هواره شي ځکه چې له دې به نورې مسلې جوړې شي.

یاده دې وي چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد اپریشن له وجې په زرګونو دکانونه ړنګ شوي دي او په دې دکانونو کې کاروبار کونکیو دې روستیو کې مشال راډیو ته ویلي وو چې له دې دکانونو په اربونو روپو سامان غایب دی نو د دې د غوښتنو لپاره دوي د سیاسي ګوندونو په دېرشم اکتوبر ټول ګوندیزه غونډه راغوښتې ده.

XS
SM
MD
LG