د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کشمير په شخړه د پاکستان سياسي ګوندونه یوه خوله دي


د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ د دغه ملک د مختلفو پارلماني سياسي ګوندونو یوه ګډه غونډه په اسلام آباد کې وشوه چې پکې ټولو ګوندونو د کشمير په شخړه د حکومتي دريځ ملاتړ وکړو.

تر غونډې ورستو په جاري کړل شوې یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان ولس، حکومت، سياسي ګوندونه او پوځ د کشميريانو حمايت لپاره يوځای دي او په بې ګناه کشميريانو د هندي پوځ د ظلم او جبر په سختو ټکیو غندنه کوي.

په ګډه اعلاميه کې راغلي چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د خلکو وژنه د انساني حقونو او د نړيوالو قوانينو سرغړونه ده او د هند ناروا سلوک او د جنګ بندۍ مسلسل خلاف ورزي د سيمه ييز امن او سلامتۍ لپاره خطره ده.

په اعلاميه کې زياته کړل شوې ده چې د سلامتي کونسل د پرېکړه لیکونو له مخې کشميريانو ته د خپلواکۍ حق ورکول پکار دی.

په اعلاميه کې د هند لخوا په بلوچستان کې د مداخلت غندنه شوې او د هند لخوا سند طاس معاهده یو اړخیزه ختمول به تېری یا جارحيت ګڼل کېږي.

بلخوا د وزيراعظم دفتر په خپل يو بيان کې وايي چې غونډې ته د وزيراعظم نواز شريف وينا وه چې د قامي اهميت په چارو ټول قام متفق دي او په ښه تجويزونو به د عملدارۍ کوښښ کوي،

د وزيراعظم وینا وه چې ټولو ګوندونو سره به په ګډه د کشمير شخړه په نړيواله کچه راپورته کوي او چې پاکستان مضبوط وي نو د کشمير شخړه به په ښه توګه راپورته کړي.

د وزيراعظم دفتر وايي چې د پاکستان خارجه سېکرېټري اعزاز احمد چودري په غونډه کې ګډونکوونکیو ته د هند د انتظام لاندې کشمير کې د انساني حقونو خلاف ورزيانو او د لاين آف کنټرول صورتحال پحقله تفصيلي بريفنګ هم ورکړو.

ترغونډې ورستو مطبوعاتو سره خبرو کې د پيپلز پارټۍ چیېرمېن بلاول بوټو زرداري وینا وه چې د پاکستان د اولس لپاره دا د فخر موقعه ده چې ټول سياسي ګوندونه صرف د ېوې شخړې لپاره رايوځای شوي و او تر څو چې د کشمير د راتلونکي او د آزادۍ خبره ده نو د پاکستان ولس به پرې کله هم څه سمجوته ونه کړي او که موږ په ګډه سره هند له ځواب ورنه کړو نو زموږ دريځ به کمزوري ګڼل کېږي.

د پاکستان تحريک انصاف شاه محمود قرېشي وینا وه چې حکومت چې تر دې دمه کومې سفارتي هلې ځلې کړي دي نو خارجه سیکرېتري د هغې په باب تفصيلي بريفنګ راکړو او د نننۍ غونډې مقصد هند ته د قامي يووالي پيغام ورکول و.

د ذکر ده چې دا غونډه په ېو داسې وخت کې رابلل شوې ده چې هند د پاکستان د انتظام لاندې کشمير کې د سرجيکل سټرايک دعوې کوي خو پاکستان د هند دغه دعوې رد کړې ده.

د جماعت اسلامي امير سراج الحق مطبوعاتو ته وويل چې اپوزيشن ګوندونو يو واري ګین یا غونډسک د حکومت جېب ته اچولی دی او دا د حکومت د صلاحيتونو امتحان دی چې د کشمير آزادۍ لپاره دوی په څه ډول کوښښونه کوي.

د يادونې ده چې په غونډه د پيپلز پارټۍ چیېرمېن بلاول بوټو زرداري، د پاکستان تحريک انصاف شاه محمود قرېشي، د جميعت علماء اسلام مولانا فضل الرحمن، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ محمود خان اڅکزی، د عوامي نېشنل ګوند غلام احمد بلور او د اېم کيو اېم پاکستان فاروق ستار نه علاوه د مختلفو نور پارلماني سياسي ګوندونو مشرانو او غړو ګډون وکړو.

XS
SM
MD
LG