د لاسرسي ځای

په ناوه ولسوالۍ کې ګڼ وسله وال وژل شوي


افغان سربازان په هلمند ولایت کې د ګزمې مهال

افغان سربازان په هلمند ولایت کې د ګزمې مهال

د هلمند والي دفتر وایي، د ناوې ولسوالۍ لپاره د طالبانو قومندان له ۴۵ نورو وسلوالو مخالفینو سره وژل شوی.

د دغه ولایت لخوا نن یکشنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال د امنیتي ځواکونو هوايي او ځمکنیو عملیاتو او مخامخ نښتې په ترڅ کې وژل شوې دي.

خبرپاڼه وایې، وسله والو طالبانو نن سهار ۵ بجې ناوې ولسوالۍ کې پر دولتي ودانیو بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو کلک مقاومت سره مخامخ شول.

دوې وایې چې دا مهال د ناوې ولسوالۍ ټولې دولتي ودانۍ د امنیتي ځواکونو لاس کې دي او سیمې ته تازه دمي ځواکونه لیږل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو پدې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG