د لاسرسي ځای

تازه خبر

زړه یې نه غواړي خو افغان هنرمندان هم خپل هېواد ته ستنېږي


پراګ - په داسې حال کې چې په دې وروستيو کې له پاکستانه د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو لړۍ تېزه شوې، په پېښور کې میشت ځينې افغان هنرمندان د امنيتي اندېښنو له کبله نه غواړي چې افغانستان ته بېرته ولاړ شي.

له دوی څخه ځينې يې بيا وايي، د افغانستان ابادۍ او سوکالۍ لپاره ضروري ده چې د هنرمندانو تر څنګ ټول افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.

موږ نه غواړو چې ولاړ شو خو د حکومت امر دی نو مجبور يو.
شاکر ارمان

د شاکر ارمان په نوم تبله او ايس پي ډي غږوونکی يو پېښور ميشتی هنرمند وايي، په همدغه ښار کې پيدا شوی او لوی شوی، او ځکه نو افغانستان ته د بېرته تګ خبره يې ځوروي.

(موږ نه غواړو چې ولاړ شو خو د حکومت امر دی نو مجبور يو. زه او مشر ورور مې، دواړه په پېښور کې پیدا شوي يو. حکومت موږ ته دلته د هستوګنې کارت يا کوم سند نه راکوي. موږ له دې ځايه وباسي، نو بس ځو به. موږ پوهېږو چې په افغانستان کې ژوند کول به راته ډېر ګران وي. موسيقي به پکې په خلاص مټ و نه شو کړای، امنيتي ستونزې هم ډېرې دي. په پېښور کې بيا موسيقي په يو څه ازاده توګه کولی شو.)

شاکر ارمان اندېښنه لري چې په افغانستان کې ژوند او هنر کول به ورته ګران وي، او له همدې کبله د پاکستان له حکومته غواړي چې په هم هغه هېواد کې د هستوګنې اسناد ورکړي.

((د پاکستان له حکومته مو غوښتنه هم دا ده چې په دې هېواد کې د استوګنې نور مهلت راکړي، چې وکولای شو خپل هنري کارونه مخ ته يوسو. او که چيرې افغانستان ته بېرته ولاړ شو، نو هلته به کوو څه؟ همدې سوچونو او فکرونو اخيستی يم، د شپې خوب نه راځي. دا سمه ده چې افغانستان مو خپل وطن دی، خو عمر مو ټول په پاکستان کې تېر کړ. په افغانستان کې به له چا سره موسيقي کوم، له چا سره به ساز غوږم؟))

دې اوسنيو حالاتو اړ کړي يو چې خپلې کډې ونغاړو او افغانستان ته ولاړ شو.
عزت ګل

خو بيا د عزت ګل په نوم يو افغان سندرغاړی، چې دی هم په پېښور کې لوی شوی او لا هم هلته خپل هنري کارونه پر مخ وړي، وايي که څه هم پېښور پرېښودل ورته ستونزمن دي، خو په خبره يې، ښه ده چې خپل هېواد ته ستون شي او د ابادۍ او سوکالۍ په چارو کې يې برخه واخلي.

((په پېښور کې پيدا شوی يم، د ښوونځي او هنر زده کړې مې هم دلته کړي. شپاړلس کلونه کېږي چې سندرې وايم. دلته مې کارونه ښه دي، ساعت مې تېر دی. خو دې اوسنيو حالاتو اړ کړي يو چې خپلې کډې ونغاړو او افغانستان ته ولاړ شو. پلان مو دا دی چې [خپل وطن او ګل وطن] ته به بېرته ځو، له خيره.))

عزت ګل زياتوي، د پولې دواړه خوا پښتانه ورته يو هومره خواږه دي او دا چې دی فکر نه کوي چې د پېښور له خلکو سره به يې مينه کله هم کمه شي.

((د پاکستان حکومت دې کور اباد وي چې شاوخوا تر څلوېښتو کلونو پورې يې موږ ته دلته د اوسېدو اجازت راکړ. خبره دا ده چې افغانستان به تر هغو جوړ نه شي چې موږ ورغلي نه يو. د دې ځای له خلکو سره خپله ورورګلوي به بيا هم ساتو، د موسيقۍ پروګرامونه به ورته کوو. دوی به موږ ته راځي، موږ به دوی ته ورځو.))

د رسنيو د رپورټونو تر مخه، د پېښور له مختلفو سيمو تر دې دمه شاوخوا ۳۰۰ هنرمندان افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پېښور يو ځوان سندرغاړی ظفر اقرار وايي، د افغان هنرمندانو ملګرو يې افغانستان ته د تګ په صورت کې به په پېښور او شاوخوا کې د پښتو موسيقۍ کارونه اغېزمن شي.

((د ماسټر علي حيدر يادونه به وکړم، هغه دلته ګڼ شاګردان لري او سندرو ته موسيقي جوړوي. همداراز يو شمېر افغان سندرغاړي او د موسيقۍ بېلا بېل الات غږوونکي ملګري لرو، لکه عزت ګل، ګلالی موسيقار، ماسټر شاهجهان او داسې نور. ښکاره ده چې که دوی افغانستان ته ولاړ شي نو کمی به يې محسوسوو او ورپسې به خفه يو.))

هم د پېښور د هنرمندانو په وينا، سربېره پر دې چې د پاکستان حکومت له افغان کډوالو غوښتي چې افغانستان ته ستانه شي، دوی لا هم جلال اباد او کابل ته د کنسرټونو لپاره ورځي او د افغانانو او د هغوی د پوليسو له مينې څخه برخمن دي.

XS
SM
MD
LG