د لاسرسي ځای

وسله وال د کندوز ښار چوک ته ننوتي


د کندز د ولایتي شورا غړي وايي چې د کندز ښار د مرکزي چوک په ګډون مهمې سیمې وسله‌والو طالبانو نیولې دي.

د کندز د ولایتي شورا دوو غړو امرالدین ولي او غلام رباني رباني شېبه مخکې ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال د کندز ښار له قوماندانۍ سره درنه جګړه روانه ده.

د کندز د ولایتي شورا دغه غړي زیاتوي چې وسله‌والو طالبانو د کندز ولایت مقام او ملي امنیت ریاست پر ودانۍ بریدونه پیل کړي دي.

دوی وایي که چېرې له مرکز څخه تازه دمي سرتېري کندز ته ونه‌رسېږي ممکن چې ټول ښار د وسله‌والو طالبانو لاس ته ورشي.

تر اوسه د کندز امینتي چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د کندز روغتیایې چارواکي وایي چې په ښار کې له روانې جګړې ورته ۳۵ ټپیان او یو مړی وروړل شوی دی.

د کندز د حوزوي روغتون ریس ډاکټر نعیم منګل ازادي راډيو ته وویل چې په ټپیانو کې تر ډېره ولسي افغان وګړي دي.

د هلمند ناوه ولسوالۍ

د هلمند والي دفتر وایي، د ناوې ولسوالۍ لپاره د طالبانو قومندان له ۴۵ نورو وسلوالو مخالفینو سره وژل شوی.

د دغه ولایت لخوا نن یکشنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال د امنیتي ځواکونو هوايي او ځمکنیو عملیاتو او مخامخ نښتې په ترڅ کې وژل شوې دي.

خبرپاڼه وایې، وسله والو طالبانو نن سهار ۵ بجې ناوې ولسوالۍ کې پر دولتي ودانیو بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو کلک مقاومت سره مخامخ شول.

دوې وایې چې دا مهال د ناوې ولسوالۍ ټولې دولتي ودانۍ د امنیتي ځواکونو لاس کې دي او سیمې ته تازه دمي ځواکونه لیږل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو پدې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG