د لاسرسي ځای

د غربي لارې نشتوالي پرضد ټول - ګوندیزه غونډه کوو


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک په مشرۍ غونډه

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک په مشرۍ غونډه

د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت د چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د غربي ــ لارې نيشتوالي پرضد د یوې ټول ـــ ګونديزې غونډې وربللو اعلان کړی دی.

د خيبر پښتونخوا اعلا وزير په مشرۍ يو پلاوی هم چين ته په دې لړ کې د خبرو اترو لپاره روان دی۔ خو بل پلو عوامي نېشنل ګوند هم په دې اړه د صوبې په مختلیفو برخو کې د احتجاجونو اعلان کړی دی، صوبايي حکومت وايي چې وفاق د صوبې ولس حقوق تر پښو لاندې کوي.

په پاکستان کې د چين سفير خيبر پښتونخوا حکومت ته ويلی دي چې په چين - پاکستان اقتصادي راهدارې کې هېڅ غربي لاره نشته.

د خيبر پښتونخوا وزير اعلا د اطلاعاتو مشير مشتاق غني مشال رېډيو ته وويل چې د چين سفير دا خبره له اعلا وزير سره په رسمي ليدنه کې کړې ده.

د نوموړ‎ي په وینا چې وفاقي حکومت له لومړۍ ورځې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان ولس سره زياتی کوي.

مشتاق غني زياته کړه چې د اعلا وزير په مشرۍ د خيبر پښتونخوا يو پلاوی چين ته روان دی چې د غربي لارې په اړه د بیجینګ له لوړوپوړیوچارواکو سره نيغ په نيغ خبرې وکړي.

(دا اندېښنې زموږ له لومړۍ ورځې وې او اوس هم دي۔ وفاقي حکومت دا هم ويلي ول چې په منصوبه کې به غربې لاره جوړه وي۔ خو دا دعوې صرف تر خبرو پاتې شوې او په عملې توګه پرې هېڅ ګامونه نه دې پورته کړل شوي۔ نو موږاوس غواړو چې په دې ټول - ګونديزه غونډه راوغواړو او بيا به په هغه کې د راتلونکې لپاره فيصلې کوو۔ د اعلا وزير پروېز خټک په مشرۍ يو پلاوی چين ته د تللو لپاره هم تيار دی او زموږ له هغوی سره خبرې هم روانې دي.)

بل خوا د چين ـــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه یو څېړونکی فضل سعيد وايي چې د منصوبې په پیل شروع کې د خيبر پښتونخوا نورو ګوندونو دا خبرداری ورکړی وو چې وفاق د صوبې د ولس حقوق تر پښو لاندې کوي۔ خو د صوبې واکمن ګوند په دې اړه هېڅ ګړندي ګامونه پورته نه کړل.

فضل سعيد زياته کړه چې په اقتصادي منصوبه کې غربي لار له پامه غورځول شوې ده او دا نه يواځې له صوبې سره یو لوی زياتی دی بلکې د دې له وجې دې ټولې منصوبې ته هم زيان رسېدلی شي.

د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت صوبايي حکومت دا خبر داری هم ورکړی که چېرې وفاق د چین پاکستان اقتصادې لار باندې د دوی له غوښتنو سره سم غور و نه کړ نو دوی به د احتجاجونو له لارې د خپل ولس حق اخلي.

د دې ترڅنګ عوامي نېشنل ګوند هم په چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د غربي لارې نظر اندازه کولو پر ضد په څلورم اکتوبر د صوبې په مختلیفو برخو کې د احتجاج اعلان کړی دی چې تر ټولو لوی احتجاج به په صوابۍ کې کېږي.

XS
SM
MD
LG