د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جلا وطنه ترکي عالم فتح الله ګولن ورور ونیول شو


 د فتح الله ګولن ورور قطب الدین ګولن
د فتح الله ګولن ورور قطب الدین ګولن

ترکي چارواکیو په امریکا کې د میشت دیني عالم فتح الله ګولن ورور نيولی دی. ګولن په ترکیه کې د جولای میاشتې په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورن دی.

فتح الله ګولن چې په خپلسر په امريکا کې د جلاوطنۍ ژوند تېره وي پر نوموړي د انقرې لخوا تور دی چې په ترکي کې د وروستۍ ناکامې کودتا ترشا یې لاس لاره .

د ترکیې اناتولیه سرکاري خبري آژانس د اتوار ورځ خبر ورکړ چې قطب الدین ګولن په ایزمیر ښار کې د یوه خپلوان له کوره نيول شوی دی. پر نوموړي تور دی چې د يو ترهګر سازمان غړيتوب لري.

په خبر کې راغلي دي چې د ترهګرۍ ضد پولیس له قطب الدین ګولن څخه پلټنې کوي. قطب الدین د فتح الله ګولن په خویندو- وروڼو کې یوازینی کس دی چې د ناکامې کودتا وروسته په جېل کې اچول شوی.

ګولن د ترکیې د حکومت پرضد په کودتا کې لاس لرل رد کړي. د ترکیې حکومت د ناکامې کودتا وروسته له ګولن سره د مبينه اړيکو په تور شا و خوا ۳۲۰۰۰ کسان نيولي دي او زرګونه نور يې له دندو لیرې کړي دي. دې اقداماتو نړیوال سخت اندیښمن کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG