د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندز کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه پیل شوي


د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د وسلوالو طالبانو د ځپلو په هدف د دغه ولایت په کابل بندر او سې درک سیمو کې هوايي حملې پیل کړي دي.

دغه څرګندونې د نوموړي ولایت ویاند سید محمد دانش له مشال راډیو سره شریکې کړې دي.

له سیمې زموږخبریال وایي چې وسله والو طالبانو نن د یکشنبې سهار له څو برخو پر کندز ښار حملې پیل کړې دي.

ویل کیږی چې دا مهال په ښار کې د درنو او سپکو وسلو غږونه اورېدل کېږي او د ښار ډيری برخې تړل شوي دي.

په همدې حال کې راپورونه وايي د کندز تخار لویه لاره هم تړل شوې ده.

وسله وال طالبان ادعا کوي چې د کندز ښار څو امنیتي پوستې یې نیولې دي. تراوسه افغان چارواکو د وسله والو طالبانو د دغه ادعا په اړه اړه څه نه دي ویلي.

د کندز روغتیایې چارواکي وایي چې په ښار کې له روانې جګړې ورته ۳۵ ټپیان او یو مړی وروړل شوی دی.

د کندز د حوزوي روغتون ریس ډاکټر نعیم منګل ازادي راډيو ته وویل چې په ټپیانو کې تر ډېره ولسي افغان وګړي دي.

د هلمند ناوې سقوط کړی

د افغانستان په ولسي جرګه کې د هلمند استازي عبدالودود پوپل له مشال راډيو سره په خبرو کې د ناوې ولسوالۍ د سقوط خبره تایید کړې او ویلي یې دی چې د دې ولسوالۍ امینه قوماندان احمد شاه سالیم هم پکې وژل شوی دی.

احمد شاه سالیم د عبدالودود پوپل ورور دی.

تراوسه د هلمند چارواکیو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هلمند د ناوې ولسوالۍ د سقوط خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې دغلته له څلورو ورځو راهیسې جګړه روانه وه.

XS
SM
MD
LG