د لاسرسي ځای

تازه خبر

فضل مومند: د پښتو معاصر ادب کې د مساپرو ادیبانو ونډه مهمه ده


فضل مومند
فضل مومند

فضل مومند د پېښور د مومندو د تپې د ادیزو اوسیدونکی دی. نوموړی له تېرو څو لسیزو راهېسې په خلیجي هیوادونو کې د مساپرۍ شپې ورځې سبا کوي او دا مهال د سعودي عرب په جده ښار کې په کار بوخت دی.

دا اونۍ په مساپرو ګړۍ کې نوموړی مېلمه و او ویې ویل چې د مساپرۍ پر مهال یې پیسې ټکې هم ګټلي خو د پښتو ادب د پرمختګ لپاره یې هم بلا کارونه کړي دي.

« دلته مو په جده کې د روښان ادبي جرګې بنسټ ځو کاله پخوا کېښود او تر ننه خپلې مهالنۍ غونډې کوو چې پکې مساپر ادیبان او شاعران ګډون کوي او د مشاعرو ترڅنګ د کره کتنې غونډې هم جوړوو. »

فضل مومند
فضل مومند

نوموړی وايي د مساپرو فرهنګیانو په نوښت په افغانستان او پښتونخوا کې ډېری کتابونه او مجلې وخت په وخت خپریږي او د پښتو د معاصر ادب په ترقۍ کې د مساپرو ادیبانو ډېره زیاته ونډه ده.

فضل مومند په مساپرو ګړۍ کې دا هم وویل چې د سعودي عرب قوانین ډېر سخت دي او د پښتنو مساپرو لپاره هلته ژوند اسانه نه دی او د موسیقۍ او ټنګ ټکور پروګرامونه جوړول د مرغۍ پۍ دي، خو دوی بیا هم د پښتو شاعرۍ او موسیقۍ د ودې لپاره محفلونه جوړوي.

د مساپرو ګړۍ ددې اونۍ خپرونه دلته واورئ:

د مساپرو ګړۍ / فضل مومند
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:52:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG