د لاسرسي ځای

که څه هم سږ کال په لوګر کې د نورو کرنیزو محصولاتو تر څنګ د پیازو حاصلاتو ښه نتیجه ورکړې ده، خو کروندګر بیا شکایت لري، چې د خرڅلاو لپاره یې مناسب بازار نه لري او بيې دومره ټيټې دي، چې په کروندو شوی لګښت هم نه پوره کوي.

د دوی په وینا تېر کال د پيازو يوه ۱۶ مني بوجۍ په خواوشا دوه زره افغانی خرڅېده، خو سږ کال يې بیه زرو افغانيو ته رالوېدلې ده. دوی له افغان حکومت غواړي، چې محصولاتو ته يې مناسب بازار پیدا کړي.

د لوګر یو تن بزګر عظم خان د پیازو د حاصلاتو په باب مشال راډیو ته وايي:

« پیاز به نور کلونه په یونیم سل خرڅېدل، یوسلو دېرش حتی دوه سوه خو سږ کال يې په څلوېښت افغانۍ باندې هم څوک نه اخلي، خرڅلاو يې په ټپه ولاړ دی، مصروفونه پرې وشول، تاوان نشو پورته کولای ځکه غریب خلک یو، زموږ په کلي کې به شل زره جریبه ځمکه په پیازو کرل شوې وي، خو اوس په ټپه ولاړ دي او هېڅوک يې هم نه اخلي، ځنې خلک يې څارویو ته ورکوي او ځنې خوسا شول.»

د لوګر د کرنې او مالدارۍ رياست په حواله سږکال د بزګرانو لخوا د دغه ولايت پر زرګونو هکتاره زمکو باندې پياز کرل شوي او دا چې تر ډېره یې نباتي ناروغی ندي پیدا کړي او بزګرانو هم پرې ډېره خواري کړې ده، پیدا وار يې د نورو کلونو په پرتله ډېر دی.

میراخان افغان چې په لوګر کې د فعالو ځوانانو د بنسټ غړی دی، وايي چې پخوا به پاکستان ته کچالو، پیاز، بانجان او شنه سبزي همدارنګه میوې صادریدې، خو سږ کال لدې کبله چې د پاکستان لارې بندې دي، نو نه صادیږي او نه يې د ساتلو لپاره سړې خونې موجودې دي.

میراخان افغان زیاتوي:

« پیازو په لوګر کې ډېره ښه نتیجه ورکړې ده، بزګرانو هم پرې یو کال خواري کړې ده، خو غوښتنه داده چې ادارې زموږ د پیاز، کچالو او شنو میو لپاره سړې خونې جوړې کړي، مخکې به پاکستان ته باریدل خو لارې چې بندې شوي، دلته ټول خوسا شول، دلته لوګر کې باید سرد خانې ورته جوړې شي، چې بیا په موقع-موقع د ټول افغانستان خلک ورڅخه استفاده وکړي.»

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی وحیدالله عبدالرحیمزی د کرنیز پیداوار د ساتنې لپاره وړاندیز کوي، چې افغان حکومت دې په یاد ولایت کې سړې خونې جوړې کړي.

وحیدالله عبدالرحیمزی وايي:

« تاسو به وینئ، چې بازار کې څلور منۍ د پیازو خلطه په ۱۲۰ څخه تر (۱۴۰) افغانیو پورې ورکوي، یانې من يې څلوېښت افغانۍ هم نه کیږي، داسې ځای هم نشته چې موږ يې سټور کړو، یايې ذخیره کړو تر څو په اینده کې راوباسو، که همسایه هېوادونو ته ولاړ شي، هغوی بېرته دوه، درې میاشتې بعد یو من په سل افغانۍ یانې درې چنده يې راباندې خرڅوي.»

د لوګر د کرنې ريیس محمد دین مومند وايي، کرنیز پیداوار ته بازار موندنه د هېواد په کچه یوه ستونزه ده، خو دی وايي، ولایت مقام او اړوند وزارت دې نقیصې ته متوجه دی او هڅه کوي، چې د ترکاریو د خوندیتوب لارې چارې پیدا کړي.

دی زیاتوي، کچیرې بزګرانو سره کار وشي او د حاصلاتو وخت ته تغیر ورکړل شي، دا هم په بازار ښه اغېز پرېباسي.

محمد دین مومند زیاتوي:

« دا ستونزه یوازې د لوګر په ولایت کې نه ده، بلکې په ټول افغانستان کې د مارکېټ ستونره شته. موږ د خپلو محصولاتو لپاره خاص مارکېټ نلرو، خو بیا هم هڅې روانې دي، د ولایت او وزارت په سطحه باندې تر څو دې مسالې ته یوه حل لاره پیدا کړو، ویلای شو چې د مارکېټ لپاره باید موږ د دهقانانو سره هم کار وکړو، تر هغوی یو سیستم د خپلو محصولاتو لپاره یا د کښت په وخت کې تغیرات راولي، دا هم په مارکېټ یوه غټه اغېزه لري.»

د کتونکو له نظره په افغانستان کې کرنيز محصولات کال په کال زياتېږي، مګر له دې کبله چې د ساتلو لپاره يې د سړو خونو په ګډون ښه انتظام نشته، نو کروندګر اړ دي چې د خرابېدو له وېرې راټول کړی پیداوار په ارزانه بيه وپلوري.

تېرکال افغانستان د يوه قرارداد له مخې هندوستان ته نږدې ۹۰ زره ټنه پياز صادر کړل، خو سږکال تراوسه د نورو هېوادونو بازارونو ته د پيازو د صادرولو په اړه د کرنې او سوداګرۍ وزارتونو څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG