د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت: د برسلز غونډې ته پوره چمتو والی نیول شوی


د افغانستان حکومت وايي، د برسلز غونډې لپاره یې وروستۍ تیاریانې هم بشپړې شوې دي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل مشال راډیو ته وویل، افغان پلاوی به له یوه جامع پلان سره د اکتوبر په څلورمه او پنځمه د برسلز په کانفرانس کې برخه واخلي.

« د برسلز کانفرانس لپاره امادګي بشپړه شوې ده. هغه فعالیتونه چې په تېرو کلونو کې مو کړې دي، هغه به د نړیوالو مخې ته کېږدو او هغوی به په دې قانع کړو چې زموږ سره دې د همکارۍ نوې ژمنې وکړي. »

د جاوید فیصل په خبره د اکتوبر په څلورمه او پنځمه به د برسلز په کانفرانس کې څه باندې اویا هېوادونه او له شلو زیات نړیوال سازمانونه تر ۲۰۲۰ کاله پورې له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG