د لاسرسي ځای

د مردان په کچرو کې د برید تر شا لاس لرونکي کسان ونیول شول


د مردان د برید یو ژوبل تن

د مردان د برید یو ژوبل تن

د پاکستان د وزیراعظم دفتر وايي پنځه داسې مشکوک کسان نیول شوي چې په مردان کې د تر سره شوي وروستي برید تر شا د لاس درلودلو شک پرې کېږي.

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال د وزیراعظم له دفتره د خپرې شوې یوې بیانیې په حواله وايي چې نیولو شویو کسانو د پلټنو پر مهال د پاکستان امنیتي ادارې ته منلې ده چې دوی د مردان د برید په څېر د څلورو نورو بریدونو پلان هم درلودلو.

د سپټمبر په دوهمه نېټه د مردان په کچرو کې د بمي چاودنې پر مهال ۱۴ کسان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG