د لاسرسي ځای

تازه خبر

زهری: هېچا ته پر ولسي زمکو د قبضې اجازه نه ورکوو


د بلوچستان لومړي وزیر د بازي کاکړ قبېلې پر مزکو د نا قانونه قبضو جاج اخیستی او د نوموړې قبیلې مشرانو ته یې ډاډ ورکړی چې حکومت به یې هېچا ته پر ولسي زمکو د قبضې کولو اجازه ورنه کړي.

ثنا الله زهري تېر ماښام د اسمبلۍ په ودانۍ کې د بازي قبیلې مشرانو سره د ملاقات پر مهال دوی ته ډاډ ورکړ چې د دوی په غوښتنو او شکایتونو به قانوني کاروايي کوي.

بازي کاکړ قبیله شکایت لري چې د بلوچستان په ځینو سیمو کې د پاکستان د هوايي ځواکونو لخوا د دوی پر زمکو قبضه اچول شوې ده.

ثنا الله زهري د یادې ستونزې د هوارۍ لپاره د اړونده حکومتي چارواکو د یوې غونډې د رابللو سپارښتنه وکړه.

د بلوچستان بازي کاکړ قبیلې مشران شکایت کوي چې د دوی پر زمکو تر دې وړاندې هم د ځینو حکومتي ادارو لخوا قبضې شوې دي. دوی وايي حکومت د دوی د زمکو په بدل کې دوی ته د معاوضو د ورکولو اعلان کړی و خو تر اوسه دوی ته څه نه دي ورکړل شوي. د نوموړې قبیلې مشران وايي که حکومت د دوی ستونزه هواره نه کړه نو دوی به د عدالت دروازې وټکوي او انصاف به ترې وغواړي.

XS
SM
MD
LG