د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د اداري فساد په تور ۱۱۳ قاضیان او څارنوالان نیول شوي


د افغانستان ستره محکمه وایي چې ۱۱۳ قاضیان او څارنوالان یې د ادارې فساد په تور نیولې دي.

د دغه ادارې ویاند عبدالله عطایي نن(شنبه) په یوه خبرې غونډه کې وویل چې یاد کسان په تېرو څو میاشتو کې نیول شوي دي.

عطایي وویل په نیول شویو کې کسانو یو شمېر یې هغه څارنوالان دي چې اوس مهال یې دوسیې تر څېړنې لاندې دي.

د افغانستان ستره محکمه وایي، په عدلي او قضایې سیستم کې د اصلاحاتو راوستل د حکومت په لومړیتوبونو کې شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG