د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند: افغان ځواکونه د سړي تښتونکو څلور کسیزه ډله نیولې


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په هلمند کې د انسان تښتونکو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.

د دغه ریاست لخوا نن په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې یادې ډلې د هلمند له لښکرګار ښار څخه یو څلور کلن ماشوم هم تښتولی و چې دغه ماشوم د دوی له منګلو خلاص او کورنۍ ته وسپارل شو.

خبرپاڼه وایي چې دغو انسان تښتونکو د دغه ماشوم د خوشي کېدو په بدل کې له کورنۍ څخه یې د پېسو غوښتنه کړې وه.

د ملي امنیت ریاست همدارنګه وایي، د دوی منسوبینو د یو بل جلا اقدام په ترڅ کې د لښکرګاه ښار له اړوندو سیمو څخه د ترهګرو ډلو د وسلو او مهماتو له یوه پټنځای څخه په ډېره اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړې دي.

په همدې حال کې د بغلان امنیتي چارواکي هم په دغه ولایت کې د انسان تښتونکو د یوې پنځه کسیزې ډلې له نیول کېدو خبر ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG