د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی او فضل الرحمان ولې خيبر پښتونخوا کې د فاټا شامليدل نه غواړي؟


تېره ورځ د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه د بحث په وخت جمیعت علماء اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو ورګډولو مخافت کړی دی.

د جمعيت علما اسلام مشر، مولانا فضل الرحمان په قامي اسمبلۍ کې د وینا په وخت په قبایلو کې د اصلاحاتو د عملي کولو لپاره له قانون سازۍ مخکې د ټول پوښتنې يا ریفرنډم غوښتنه کړیده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي مشر او پخوانې سینټر رووف لالا نن مشال ريډيو ته وويل چې قبایلو د برطانیه او پاکستان سره ځني معاهدې کړې وي چې په هغې کې د هغوی ازاد حیثیت منل شوی دی. د نوموړي په خبره له همدې وجې د دوی ګوند په دې حق کې نه دی چې قبايلي سيمې دې په خيبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي.

ياده دي وي چې د پاکستان وزيراعظم له خوا د قبايلي سيمو د حیثيت معلومولو لپاره يوه کمېټې جوړه کړې. دې کمېټې په خپلو وړانديزونو کې ويلي چې قبايلي سيمې دې په مرحله وار شکل خيبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي.

ځيني سیاسي ګوندونه او د اسمبلۍ غړي نه غواړي چې قبایلي سیمې د پرمختیا لور ته لاړې او د خلکو ژوند ښه شي

د قبایلي سیمو د وکیلانو د اتحادیې پخوانی مشر اعجاز مومند وايي چې د پاکستان د دستور د وړومبۍ مادې تر مخه قبایلي سیمې د پاکستان برخه دي او که چیرې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شي نو دې سره به ددې دوو سیمو پښتانه یو شي او په اسانۍ سره به دوی ته د ورپیښو ستونزو دهواري لارې چارې به وموندل شي.

ځيني پښتانه سياستوال او قبايلي مشران له ډيرې مودې راهيسې په خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو په شاملولو خوښ نه وو. دوی ويل چې يا دې په ازاد شکل پريښودل شي او يا دې هم ځانله صوبه کړل شي. په دې هکله د جمعيت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د ټول پوښتنې وړاندېز په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د قبايلي سيمو ډير خلک د پوځي عملياتو او جګړو له وجې بې کوره شوي دي.

د قانوني چارو پوه کریم مسود وايي دغه غوښتنه یوه جمهوري غوښتنه ده خو د هغه په وينا په حقيقت کې حکومت نه د قبایلي سیمې ازاد حیثیت برقرار ساتل غواړي او نه يې په مکمله توګه د خیبر پښتونخوا سره یو ځای کول غواړي.

مولانا فضل الرحمان له قانون سازۍ مخکې ريفرنډم غواړي
مولانا فضل الرحمان له قانون سازۍ مخکې ريفرنډم غواړي

په خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو شاملولو ملاتړ کوونکي کسان وايي که دغه کار وشي نو دې سره به قبايلو لپاره د تعليم او بشري حقونو برخه کې ډير پرمختګ وشي.

په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو او ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې انیتا مسود په پارلیمان کې د قبایلو سیمو د اصلاحاتو په اړه د راپور د وړاندې کیدو هر کلی کوي او وايي چې ځيني سیاسي ګوندونه او د اسمبلۍ غړي نه غواړي چې قبایلي سیمې د پرمختیا لور ته لاړې او د خلکو ژوند ښه شي.

دا راپور د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

اڅکزی او فضل الرحمان ولې خيبر پښتونخوا کې د فاټا شامليدل نه غواړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG