د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: يو پوليس وژل شوی، دوه ملزمان تښتيدلي


د کراچۍ ښار بلوچ کالونۍ سيمې سره نيزدې د جمعې په ماښام د ډزو وروسته دوم ملزمان تښتېدلې دي. په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوی او يو زخمي دی. دغه دوه ملزمان د پوليسو له خوا استعماليدونکي يو شخصي ګاډي کې له عدالته وړل کېدل.

چارواکي وايي دا لا نه ده معلومه چې پر دې ګاډي له بهره ډزې شوي او که همدې ملزمانو په ګاډي کې دننه د پوليسو سره تر زور وروسته ډزې کړي.

د پېښې ځای کې خبريالانو سره د خبرو پر وخت د کراچۍ پوليسو مشر مشتاق مهر وويل چې د پېښې پلټنې روانې دي. هغه زياته کړه: ((مونږ به د ګاډي پوره پلټنې کوو. دا خبره به معلوموو چې ډزې د بهر نه کومو وسله والو کړي او که د ګاډي له دننه څخه شوي دي.))

چارواکي وايي چې په ګاډي کې د امتياز او عبدالمالک په نامه هغه دوه کسان وړل کېدل چې د هدفي وژنو په تور نيول شوي وو. د ډزو وروسته دغه دواړه تښتېدلي دي.

د کراچۍ پوليسو د ترهه ګرۍ ضد مبارزې څانګې مشر راجا عمرخطاب د پېښې وروستو خبريالانو ته وويل چې د لومړيوو پلټنو معلومېږي چې د ګاډي دننه ډزې شوي دي او د بهر نه کومو وسله والو پرې بريد نه دی کړی.

((ما ته داسې ښکاري چې هم د ګاډي نه دننه ډزې شوي دي خو د پوره پلټنو او معاينې وروسته به خبره نوره هم په ډاګه شي خو په ممکنه توګه داسې ښکاري چې دغه ملزمانو د ډزو لپاره د پوليسو وسله کارولې ده.))

د کراچۍ پوليسو وياند قمرزېب ستي وايي په وېنا چې د وژل شوي پوليس پېژندګلو د محمدرفيق په نوم شوې ده چې د ښار کورنګۍ سيمې د تاڼې د پلټنو د څانګې سره تعلق ساتي.

د دايم په نامه د ژوبل شوي پوليس درملنه په جناح هسپتال کې روانه ده.

د ښار د پوليسو په وېنا چې د عدالت نه ملزمانو راوستو لپاره هم د پوليسو ګاډي کارول کېږي خو د پېښې ښکار شوی ګاډی د پوليسو نه بلکې يو شخصي ګاډی دی او د دې پېښې پلټنې به هم کېږي چې دوی ولې شخصي ګاډی استعمال کړی دی.

د دې پېښې ذمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG