د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د لوی عامه کتابتون بنسټ کېښودل شو


د عامه کتابتون د ودانۍ بنسټ ډپره کېښودل شوه
د عامه کتابتون د ودانۍ بنسټ ډپره کېښودل شوه

د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت چارواکي وايي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د عامه کتابتونونو لپاره د معیاري ودانیو د جوړولو پروګرام لري. دوی یادې څرګندونې تېره ورځ په خوست کې د عامه کتابتون لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبرې د اېښودو په ځای کې وکړې.

د اطلاعات او کلتور وزارت د پلان او پالیسۍ رييس عبدالمقیم افغان مشال راډیو ته وویل چې یاد وزارت په پلان کې لري تر څو د کتاب لوستنې د دود د خوریدو لپاره د ولایتونو د کتابتونو ودانۍ په معیاري بڼه جوړې کړي.

دی زیاتوي، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به په هغو ولسوالیو کې هم کتابتونونه جوړ کړي، چې خلک او ځوانان يې غوښتنه ولري.

عبدالمقیم افغان زیاته کړه: ((اطلاعاتو او کلتور وزارت دې ته ژمن دی چې د کتاب لوستلو دود ته د ټول هېواد په کچه پراخیتا ورکړو او دا فرهنګ وغوړوو. په اکثرو ولایتونو کې مو د کتابتونونو پر جوړولو کار روان کړی دی. د دې ترڅنګ داسې پلان شته چې د ولسوالیو په کچه سیمه ییز کتابتونونه هم جوړ کړو. په دې هم کار روان دی چې په هغه ګڼ مېشته ولسوالیوو او هغو سیمو کې چې د خلکو غوښتنه ډېره وي، سیمه ییز کتابتونونه پکې جوړ کړو.))

په خوست کې د عامه کتابتون لپاره نوې یوه پوړیزه ودانۍ په معیاري بڼه د نهه نیم میلیونه افغانیو په لګښت د کتابتون د تالار، د غونډو د تالار او نورو دفتري خونو په درلودلو سره د دوو کلونو څخه په کمه موده کې جوړيږي.

چارواکو ځوانان وهڅول چې له دې کتابتون ډيره ګټه واخلي
چارواکو ځوانان وهڅول چې له دې کتابتون ډيره ګټه واخلي

د خوست والي حکم خان حبیبي په دې موقع وويل چې ښوونې، روزنې او مطالعې پورې د ټولنې راتلونکې تړلې ده او ځوانان باید تر هر څه زیات کتاب لوستنې او مطالعې ته مخه وکړي.

حبیبي زیاتوي: ((زه یو ځل بیا په ټولو ځوانانو خصوصاً زده کوونکو باندې غږ کوم چې د کتاب سره مینه زیاته او د کتاب لوستلو فرهنګ پیاوړی کړي. دا هغه څه دي چې زموږ د ټولنې اینده ورپورې تړلې ده او زه ځان ژمن ګڼمه چې پدې برخه کې نورې هلې ځلې هم وکړو.))

تر دې مخکې د خوست عامه کتابتون د اطلاعات او کلتور رياست په ودانۍ کې دننه فعاليت کاوه. يوولس زره کتابونه لري. چارواکي تمه لري چې اوس به د دې نوې ودانۍ سره خلکو ته د مطالعې لپاره په ټکنالوژۍ سمبال يو ښه ځای برابر شي.

XS
SM
MD
LG