د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په نایجیر کې ډرون اډه جوړوي


د امریکا پوځ وايي، په مرکزي نایجر کې د سل میلونو ډالرو په لګښت د څارنې د بې پیلوټه الوتکو لپاره یوه لنډمهاله اډه جوړوي .

د امریکايي چارواکو په وینا په دې سره به د لویدیځې افریقا له دې هیواد سره مرسته وکړي چې د وسلوالو ډلو پر ضد جکړه وکړي او خپلې پولې وساتي .

په افریقا کې د امریکا د پوځ د قومندانۍ ویاند د جمعې په ورځ تایید کړه چې د نایجر حکومت په غوښتنه یې د مرکزي نایجر په اګادیز ښار کې د بې پیلوټه الوتکو اډې د جوړولو کار پیل کړی دی.

نایجر هڅه کوي چې د بوکوحرام د سخت دریځې ډلې د هغو بریدونو مخه ونیسي چې له نایجریا څخه د نایجر په جنوبي پوله دې هیواد ته وراوړي .

همدارنګه دا هیواد د شمال په دښتو کې چې له لیبیا ، چاد ، الجزایز او مالي سره نژدې پرتې دي له القاعده شبکې سره د تړلو ګرځنده ډلو خلاف هم جګړه کوي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG