د لاسرسي ځای

په کراچۍ کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی دی


د پاکستان په کراچۍ کې يو پوليس عسکر په ډزو وژل شوی دی او بل ټپي شوی دی.

دا پېښه بېګا د کراچۍ ښار بلوڅ کالونۍ سيمې سره نزدې شوې ده.

د پولیسو چارواکي وايي چې وسله والو په موټر کې ناست د يو بل پوليس په وژنه ککړ دوه ملزمان هم له ځان سره بیولي دي.

د کراچۍ د پوليسو مشر مشتاق مهر ویلي ، دوی په دې اړه پلټنې کوي چې دا ډزې په موټر کې دننه او که له دباندې ورباندې شوې دي.

چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نده منلې.

XS
SM
MD
LG