د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان په افغان دولت کې د حکمتيار شاملول غواړي"


ګلبدين حکمتيار
ګلبدين حکمتيار

پاکستان د افغان دولت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامی حزب تر منځ د سولې تړون هرکلی کړی دی. د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلاميه وايي چې پاکستان هر وخت ټينګار کړی چې د افغان شخړې حل پوځي لاره نه ده بلکې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په وسیله د سياسي مذاکراتو له لارې جوړجاړی د سولې او ثبات راوستو تر ټولو غوره لار ده خو افغان حکومت بيا وايي، چې پاکستان دې د ژمنو پرځاى عملي ګامونه پورته کړي.

دا چې دا ځل د افغان حکومت او ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب تر منځ د سولې تړون پاکستان ته څه ګټه يا تاوان رسولای شي؟ په کابل کې د پاکستان پخوانی سفير او د سيمه ييزو چارو کارپوه رستم شاه مومند وايي، پاکستان کابل ته د حکمتيار په ورتګ خوشحاله دی.

((پاکستان خو به دا غواړي چې حکمتيار صاحب هلته [کابل ته] لاړ شي او په دولت کې شامل شي او د پاکستان خلاف چې هلته نن سبا جذبات پيدا کيږي، خصوصاً له کله راهيسې چې پاکستان افغان کډوالو ته وايي چې تاسو ووځئ. د افغانستان خلک په دې باندې ډېر زيات خفه شوي دي. نو پاکستان غواړي چې د حکمتيار غوندې خلک هلته لاړ شي او د پاکستان لپاره ځای پيدا کړي. بلخوا پاکستان دا هم غواړي چې له هند سره چې د افغانستان اړيکې زياتې ژورې شوي دي، نو حکمتيار په هغه کې څه کموالی راولي او د پاکستان او افغانستان اړيکو ته لږ زيات اهميت ورکړي او افغانستان له دې منع کړي چې په مکمله توګه د هند خوا ته لاړ شي.))

خو پوښتنه دا ده چې ايا حکمتيار به دومره سياسي نفوذ ولري چې دا داوړه کارونه وکولای شي؟ رستم شاه مومند زياتوي، په نژدې وختونو کې داسې نه ښکاري.

((زه فکر نه کوم چې دا د حاصلېدو والا مقصد دی ځکه چې حکمتيار صاحب به په دولت کې دومره نفوذ ونلري چې دی نن لاړو او سبا له به د افغان دولت پاليسي چې هغه اوس هم د امريکا له پاليسۍ سره سمون خوري، دی به هغې کې څه بدلون راولي. کېدای شي په راتلونکو انتخاباتو کې چې دوه کاله يا درې کاله پس، يا هر وخت چې کيږي، د هغه لپاره ځان تياروي چې د خلکو په رايو ولسمشر شي، خو هغه بيا بېله خبره ده.))

بلخوا د سيمه ييزو چارو يو شمېر شنونکي دا ګڼي چې دا تړون افغان حکومت ته له سياسي پلوه ګټه رسولې او د ځينو نورو وسله والو ډلو پام به هم دېخوا ته ور واړوي. په کابل پوهنتون کې د سياسي علومو د څانګې ښوونکی پروفېسر نصرالله ستانکزی وايي چې د افغان دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون يو بين الافغاني تړون ګڼل کيږي. د نوموړي په خبره پاکستان به ونه کولای شي چې د حزب اسلامي له لارې خپل اهداف تر لاسه کړي.

((زه فکر کوم چې حزب اسلامي يو افغاني او اسلامي حزب دی. د افغانستان ګټې ورته مطرح دي او د افغانستان دولت حزب اسلامي د يو ملي، خپلواک او مبارز ګوند په عنوان د بين الافغاني مذاکراتو په پايله کې نتيجې ته رسېدلی دی. د افغانستان ګټې يې په نظر کې نيولي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت څرګندونې سره له دې چې مثبت دي،خو افغانان لا هم پر پاکستان ډېر باوري نه دي.))

د افغان دولت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې تړون د پنجشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار لاسلیک کړ. د سند لاسلیکولو لپاره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې مراسم جوړ شوي وو چې يو شمېر افغان چارواکو، سياستوالو، جهادي مشرانو او بهرنیو سفارتکارانو ګډون پکې درلودی، خو ګلبدین حکمتيار چې ويل کيږي له کابله بهر دی، د ویډیو له لارې وینا وکړه او د سولې تړون یې لاسلیک کړ.

XS
SM
MD
LG