د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: هند پر کنټرول کرښه سرغړونه کړې


د پاکستان وزير اعظم نواز شريف وايي، پاکستان په سيمه کې امن غواړي خو که چېرې هند پر کنټرول کرښه سرغړونه وکړه نو پاکستان به د خپلې ځمکې او ولس ژغورنې لپاره هر اړین ګام پورته کوي.

د جمعې په ورځ د کابینې غونډې پر مهال وزیراعظم وویل، پاکستان په سيمه او په ټوله نړۍ کې امن غواړي، خو که یوڅوک هم پاکستان ته په بده سترګه وګوري نو د هغې به هرومرو ځواب وویني.

د نواز شريف وينا وه چې کشمير د تقسيم هند نا مکمله ايجنډا ده، د هند پوځ د ظلم او زياتي له لارې د کشميري ولس د آزادۍ جذبه نه شي ختمولی.

وزير اعظم نواز شريف د زیارت/پنجشنبې ورځ پر کنټرول کرښه د ډزو او په هغه کې د دوو پوځيانو د وژلو هم په سختو ټکیو غندنه وکړه.

کابينې د هند پوځ لخوا پر کنټرول کرښه د هدفي برید دعوې او په اوړی حملو کې پر پاکستان بې له ثبوتونو تورونه لګول هم رد کړي.

کابینې زياته کړه چې هند د داسې چلونو له لارې د نړۍ پام د کشمير له مسلېبل لوري ته ګرځول غواړي.

کابينې له نړيوالو ملکونو غوښتي چې په کشمير کې د هند پوځ لخوا د کشميري ولس ځورولو ته پام وکړي.

د کابینې غړیو وويل چې پرکنټرول کرښه له ډزو کولو سره هند د خپل لوظليک او د نړيوالو قوانينو سرغړونه کړې ده.

خو د هند، دې هندو ورځپاڼې بیا د دغه هېواد د چارواکو له خولې پاکستان تورنوي چې په جمو کې پر نړیواله پوله بیا بیا د ډزو په کولو سرغړونه کوي.

له وزير اعظم هاوسه جاري شوي بيان کې وزير اعظم نواز شريف پر کنټرول کرښه او د کشمير په اړه بحث کولو لپاره د راروانې نهې په ورځ د قامي سلامتۍ کمېټې غونډه وربللې ده.

د بيان تر مخه په غونډه کې د څلور واړو صوبو اعلا وزیران هم وربلل شوي دي.

د راروانې چارشنبې په ورځ د پارلېمان مشترکه اجلاس هم راغوښتل شوی دی چې ویل کېږي وزير اعظم به پارلېمان په اعتماد کې اخلي او د ملک سلامتیا، خود مختارۍ او دفاع په اړه به پکې خبرې کوي.

هند د زیارت په ورځ ویلي ول چې پر کنټرول کرښه یې پر ټاکليو ځایونو هدفي بریدونه کړي دي خو د پاکستان پوځ دا ادعا نه مني او وايي چې د دوی دوه پوځیان وژل شوي او د هند هدفي بریدونو (سرجیکل سټرایکس) په غبرګون کې یې ځوابي ډزې هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG