د لاسرسي ځای

له حزب اسلامي سره پر شوي تړون کار پیلېږي


راپورونه وايي، د شنبې په ورځ به د افغانستان یو ځانګړی کمیسیون دافغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب ترمنځ د شوي امن تړون چې په پنجشنبه لاسلیک کړل شو، د عمليکېدو لپاره کار پيلوي.

په افغانستان کې د سولي عالي شورا وايي، دا کمیسون به د حزب اسلامي پر یو شمیر مشرانو د ملګروملتونو دامنیت شورا د بندیزونو دلیرې کیدو لپار هم کار پيل کړي.

د دې شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقوند پرون مشال راډیوته وویل، دا کمیسون به کابل ته د ګلبدین حکمتیار د ورتګ امکانات هم برابر کړي.

عبدالخبیر اوچقوند وويل چې د افغانستان دملي وحدت د حکومت اول کار دا دی چې نړیوالو ته وړاندیز وکړي چې د حزب اسلامي رهبران له توره لیسته وباسي او د بندیزونو د لیرېکولو بهیر پيل کړي.

یوه امریکايي چارواکي چې نوم یې ندی څرګند شوی ویلي، امریکا د بندیزونوپر لرې کولو غور ته تیاره ده .

XS
SM
MD
LG