د لاسرسي ځای

حسن اڅکزی وايي پوهنه رڼا ده


حسن اڅکزی په خپل یو سکول کې له ماشومانو سره خبرې کوي

حسن اڅکزی په خپل یو سکول کې له ماشومانو سره خبرې کوي

په دې ورستیو کې د تعلیم په اړه په کوټه کې یو سیمینار ته چارواکو وویل چې په بلوچستان کې د سکول د عمر خوا اوشا اتلس لکه ماشومان له سکولونو بهر دي.

دغې غونډې ته د تعلیم صوبايی وزیر عبدالرحیم زیارتوال ويلي چې په دې صوبه کې څه باندې پنځه زره سکولونو کې یوه کمره او یو استاد دی چې د ده په وینا د تعلیم عام کولو لپاره کافي نه دي.

نوموړي زیاته کړه چې په زرګونو سکولونو کې بنیادي اسانتیاوې نشته او دې لړ کې یې د پاکستان وزیراعظم ته د ځانګړو مالي مرستو لپاره درخواست استولی دی.

د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ غړې سپوږمۍ اڅکزۍ چې د دغه صوبې په اتحادي حکومت کې شامل پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره تعلق لري او د خېر ښیګړې او انساني حقونو لپاره د صوبايی اسمبلۍ د کمیټۍ غړې هم ده وايي چې په صوبه کې تعلیم عام کول د دوي د حکومت په لومړیتوبونو کې شامل دي.

حسن خان اڅکزی چې په بلوچستان کې یو شمیر شخصي تعلیمي ادارې چلوي، مشال رېډیو سره په خبرو کې یې وویل چې په سلګونو ماشومانو ته وړیا دیني او عصري تعلیم ورکوي.

تفصیل دلته واورئ:

XS
SM
MD
LG