د لاسرسي ځای

د شمالي وزیرستان سوداګر وايي په میرام شاه او میرعلي کې یې په زرګونو دکانونه ړنګ شوي چې پکې په اربونو روپو سامامونه و خو حکومت ورته تر دې دمه هېڅ معاوضه ورنه کړه نو ځکه يې د سیاسي اتحاد په مرسته د ټول ګوندیزې غونډې رابللو اعلان وکړ چې حکومت ورته خپل حق ورکړي.

د شمالې وزیرستان سوداګر وايي د ترهګرۍ پرضد اپرېشن له وجې يې په زرګونو دکانونه ړنګ شوي چې د اربونو روپو سامان موجود وو او له دوي سره حکومت ژمنه کړې وه چې معاوضه به یې ورته ورکوي خو تر دې دمه ورسره حکومت هېڅ مرسته ونه کړه چې له کبله یې دوی له معاشي ستونځو سره مخامخ دي.

د شمالي وزیرستان د ټولو سوداګرو یو مشر مشال راډيو ته د زیارت په ورځ وویل چې د دوي غوښتنې و نه منل شوې نو فیصله یې وکړه چې د وزیرستان سیاسي اتحاد په مرسته د راروانې میاشتې په دېرشمه نېټه په پېښور کې د سیاسي ګوندونو د صوبايي مشرانو یوه ټول ګوندیزه غونډه راوبولي.

(زما نامه ذین الله دی او د شمالي وزیرستان د میرعلي سره تعلق لرم او زموږ چې کوم اتلس زره دکانونه دي د هغې چې څومره مال دی هغه ټول تباه او برباد شوېدیاو په دغه دکانونو کې د اربونو روپو سامانونه و په دې لړ کې موږ ډېرې منډې ترړلې ووهلې خو هېڅ په لاس رانغله نو په دې وجه موږ مجبور شو چې له سیاسي خلکو سره مو رابطه وکړه او بیا مو صوباي ټول ګوندیزه غونډه راوبلله په دېرشم اکتوبر او دې ته به موږ ویناګانې کوو د خپل حق لپاره چې موږ سره ډېره زیاتې شوې او لا کېږي هم راسره.)

مشال راډیو سره خبر و کې د وزیرستان د سیاسي اتحاد یو مشر او د متاثرینو د قامي کمېټئ چېرمېن ملک غلام خان وزیر وویل چې دوي به د شمالي وزیرستان د متاثرینو سره تر هغه ولاړ وي چې تر څو يې ستونځې هوارې شوي نه وي:

(زموږ د شمالي وزیرستان د سوداګرو چې کوم تاوان شوېدی هلته میرام شاه او میر علي بازار کې او د دوي په اربونو روپو سامان وو په دې دکانونو کې هغه لوټ شوېدی دوي د دوو کالونو نه لګیا دي دلته د زمه وار مشرانو سره ملاقاتونه کوي خو تر اوسه پورې دوي ته یو څیز هم ورنکړې شو چې له کبله ي دوي په ډېر مشکلاتو کې دي نو دوي زموږ سیاسي خلکو ته په بنو کې کېناستل چې زموږ مرسته وکړائ نو موږ دې لړ کې د خېبرپښتونخواله سیاسي ګوندونو د صوباي مشرانو سره ملاقاتونه وکړل او هغوي موږ ته باور راکړو چې د دوي د حق لپاره به د دوي سره ولاړ وي.)

مشال راډیو چې په دې اړه د قامي وطن پارټۍ له مشر افتاب احمد خان شېرپاوه وپوښتل نو د هغه وینا وه:

(بلنه راغلې ده او زموږ له صوبايي مشرانو سره یې لیدل کړي دي نو چې د ټولو ګوندونو مشران راغونډ شي او یو اواز پورته کړي نو د دې به ډېر ښه اثر وي او زه هیله لرم چې حکومت به هم په دې غور وکړي ځکه چې د هغه ځاي د سوداګرو ډېر تاوانونه شوېدي نو بايد چې حکومت د دوي ازاله وکړي او موږ ټول د دوي سره ولاړ یو.)

د سوداګرو او د سیاسي مشرانو په وینا چې له دې غونډې روستو به دوي په اسلام اباد کې همد پارلیمان د غړیو ټول ګوندیزه غونډه رابلي چې دا رنګ د دوي دا مسله په پارلیمانکې هم راپورته کړل شي.

XS
SM
MD
LG