د لاسرسي ځای

تازه خبر

له حکمتیار سره د روغې اغېز؟


ولسمشر اشرف غني د سولې هوکړه لیک لاسلیکوي
ولسمشر اشرف غني د سولې هوکړه لیک لاسلیکوي

پراګ: د افغانستان حکومت او مخالفې ډلې حزب اسلامي ترمنځ نن پنجشنبه د سولې تړون لاسلیک شو. په دې اړه په کابل کې د ولسمشر په ماڼۍ کې ځانګړې غونډه جوړه شوې وه چې د دواړو غاړو مشرانو پکې ویناوې وکړې او دا تړون یې د افغانستان لپاره ډېر مهم وباله. خو د سیمه ییزو چارو ځینې کارپوهان وايي، دغه تړون ښايي د جګړې په کمولو کې مرسته و نه کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن د چارشنبې په ورځ د روغې جوړې او سولې پر تړون لاس لیک وکړ.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سولې هوکړه لیک لاسلیکوي
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سولې هوکړه لیک لاسلیکوي

د دې لپاره د ولسمشر په ماڼۍ کې ځانګړې غونډې ته لومړی ګلبدین حکمتیار له یو نا څرګنده ځایه د ویډیو کنفرانس له لارې لومړی وینا وکړه او بیا یې یاد تړون لاسلیک کړ.

ګلبدین حکمتیار د افغان حکومت پرضد پر جګړه کوونکو نورو وسله والو هم ږغ وکړ چې د جګړې پر ځای د سولې لار غوره کړي.

ګلبدین حکمتیار وویل، “ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه هغو ته چې د افغانستان خپلواکي او په خپلواک افغانستان کې د ولس د خوښې اسلامي حکومت غواړي، ته بلنه ورکوم چې راشئ د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یو بل ته د ورورولۍ لاس ورکړو”.

نوموړی وویل ، “افغانستان د ټولو ګډ کور وګڼو، او په افغانستان کې د پردیو د لاسوهنو مخه ونیسو او د داسې افغانستان جوړولو لپاره په ګډه کار وکړو چې هېچا ته د محتاجۍ لاس و نه غځوي”.

افغان ولسمشر اشرف غني د ګلبدین حکمتیار تر وینا وروسته، لومړی د سولې تړون لاسلیک کړ او بیا یې په دې اړه وینا وکړه.

ولسمشر غني له حزب اسلامي سره تړون ډېر مهم او د ډېر زیار نتیجه وبلله او یې ویل چې په افغانستان کې د سولې او کرارۍ لپاره تر ټولو غوره لار روغه جوړه ده.

ولسمشر غني وویل، “موږ نن په داسې یو غونډه کې راټول شوي یو چې د افغانستان ولس له سولې، سوکالۍ، عزت او پرمختګ سره تړلې ده”.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ به د سولې تړون په افغانستان کې پر روانه جګړه څومره اغېز وکړي؟

په کابل کې د سیاسي او سیمه ییزو چارو کارپوه حکمت اعظمي وايي، د حزب اسلامي له خوا سولې ته راتګ ښه خبره ده خو دا به په افغانستان کې د روانې جګړې پر بهیر هېڅ اغېز و نه کړي.

حکمت اعظمي وویل، “د یو مذهبي مشر په توګه به د ګلبدین حکمتیار راتګ طالبان دې ته وهڅوي چې که حزب اسلامي د نړیوالو ځواکونو په شتون کې له افغان حکومت سره روغه جوړه کولای شي نو ولې یې دوی نه شي کولای”.

هغه زیاته کړه چې له حزب اسلامي سره د سولې تړون په افغانستان کې په روانه جګړه کې یو فیصد کمی هم نشي راوستلای او بل دا چې ښايي د حزب اسلامي یو شمېر وسله وال بېل شي او جګړې ته دوام ورکړي.

په پېښور کې د سیمه ییزو چارو بل کارپوه او په افغانستان کې پر روانه جګړه ژور نظر لرونکی رحیم الله یوسفزی هم حکمت اعظمي ته ورته نظر لري.

دی وايي ، د دې تړون به د جګړې په کمولو کې رول د نه برابر وي خو د ده په وینا حزب اسلامي ته به د سیاسي فعالیت لاره هواره شي.

رحیم الله یوسفزي وویل، “ د ګلبدین حکمتیار پخوا یو سیاسي کردار پاته شوی دی خو د افغانستان په اوسنۍ روانه جګړه کې د هغوی رول ډېر کم دی نو ځکه به یې د جګړې کمولو په لړ کې هم رول بېخي د نه برابر وي”.

افغان ولسمشر اشرف غني په خپله وینا، کې وویل، له حزب اسلامي سره د لاسلیک شوي تړون یوه ماده هم د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې نه ده.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو او امریکا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم د افغان حکومت او حرب اسلامي تر منځ د دې تړون هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG