د پېښور پولیس چارواکي وايي چې وسله والو د پېښور په حیات اباد کې د پاکستان د میډیا یوې لوی ادارې مشر تښتولی دی.
پولیس چارواکي مشتاق خان نن(پنجشنبه)په یو بیان کې ویلي دي چې د جنګ ګروپ عابد عبدالله بېګاه شپه په پېښور کې تښتول شوی دی.
د دې خبرې سپیناوې لا نه دی شوې چې د هغه د تښتونې تر شا وجه څه ده.
په تېرو ۱۵ کالونو کې په پاکستان کې ۵۰ خبریالان وژل شوي دي.