د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حزب اسلامي له جنګي ډلې سره د سولې تړون لاسلیک شو


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن پنجشنبه د سولې تړون لاسليک کړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن د سولې تړون لاسليک کړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په‎ دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې له حزب اسلامي سره سوله د ملي اجماع او نړیوالو هېوادونو په ملاتړ شوې.

په دغې غونډه کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د یوه وېډیویي پیغام له لارې وویل چې د دغو مذاکراتو یوه ځانګړنه دا وه چې د بهرنیو له منځګړتیا پرته د افغانانو ترمنځ وشول.

په ویډیويي لینک ګلبدین حکمتیار په ارګ کې د سولې تړون لاسلیکولو غونډې ته وویل، ډاډمن امنیت او د جګړې ختمول ورته لومړیتوب لري.

نوموړي وویل، په هغو هېوادونو کې چې بهرنۍ لاسوهنې پکې کېږي، د پردیو په مرسته د خپل مخالف راپرځولو لار یې غوره کړې، نو پایله یې دا شوې چې جګړه اوږده او بهرني یرغل ته لاره هواره شي.

چې سوریه، یمن، عراق او لیبیا یې بېلګې دي.

حکمتیار د افغانستان اوسنۍ جګړه د بهرنیانو په ګټه وګڼله چې یوازې افغانان پکې وژل کېږي.

ده وویل، له افغان دولت سره یې د سولې بهیر ترهغه وروسته پیل کړ، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، له ۲۰۱۶ کال وروسته به افغانستان کې هېڅ یو امریکایی پوځي نه پاته کېږي، همدا وو چې تر ۹۰ فیصده زیات امریکايي ځواکونه ووتل.

حکمتیار وايي، امن ''که تر جنګ ګران کار نه دی، نو اسان خو هېڅکله نه دی''.

نوموړي وویل ''هغه چې پر اوږه یې د بهرنیو ټوپک دی، په شاجور کې یې د بهرنیو کارتوس دی، د بهرنیو تر ملاتړ پورې جنګېږي چې نه د عقل جنګ دی او نه د دین. خپلې جګړې دلته مه راوړئ، افغانان په خپلو کې مه جنګوئ، سوریې، عراق او نورو هېوادونو ته یې د جګړې لپاره مه استوئ، افغانان پرېږدئ چې خپلې ویجاړې جونګړې جوړې کړي.''

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ګلبدین حکمتیار تر وینا پس وویل، د ده او د حکمتیار ګډ مسوولیت دا دی چې جګړه بس شي او افغانستان له جنګه واېستل شي.

''ما تل ویلي بیا هم وايم چې د سولې لپاره له خپل سره تېر یم، ځکه وایم چې سوله قیمت لري او مفته نه ترلاسه کېږي. ''

هغه جګړه چې ټوله ګټه یې د بهرنیانو جیب ته ځي، باید ودرول شي. له افغانانو سره جګړه په پای کې له ماتې سره مخامخېږي.''

ښاغلي غني وویل، کله یې چې له طالبانو د سولې غوښتنه وکړه، دوی رد کړه ''هېواد کې دواړو غاړو ته د وینې بهېدو مسوولیت د دوی پرغاړه دی، موږ جګړه نه غوښتنه، زموږ ددفاعي او امنیتي ځواکونو دنده د ظالمانه جګړې پروړاندې دفاع کول دي.''

نوموړي وویل، له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک یو لوی ارزښت دی چې د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ تیار شوی او اساسي قانون د اسلام د سپېڅلي دین په رڼا کې جوړ شوی.

ده وویل، د هوکړې پر پلیکېدلو همدا اوس لاسپورې کوي.

په ارګ کې د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوګړه لیک لاسلیکولو لپاره یو پراخه غونډه جوړه شوې ده چې لوړپوړي دولتي مشران، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، پخواني جهادي او سیاسي مشران او د حزب اسلامي سلګونه پلویان پکې ګډون کړی.

له حزب اسلامي سره دغه تړون له څو میاشتو اوږدو خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

XS
SM
MD
LG