د لاسرسي ځای

د جلال اباد ښار اوسیدونکي د چاپيریال له ککړتیا نه شکایت کوي، دوی د چاپيریال د ککړتیا د نورو عواملو څخه عمده لامل په ښار کې د ريکشو ډير والي ګڼي. بلخوا چارواکي هم مني چې په ښار کې د ريکشو ډير والي چاپيريال ککړ کړی دی.

سره له دې چې د جلال اباد ښار مساحت د نفوذو په نسبت ډير کم دی، او په هره برخه کې يې چاپيریال ساتنې ته پام نه اړول کيږي. که څه هم د چاپيریال د ککړتیا ډير عوامل شته خو خلک يې د ريکشو له ډيروالي شکايت کوي او له حکومت نه غواړي چې د چاپيريال ساتنې په پام نیولو سره دې د ریکشو د ډيروالي مخه ونیسي.


د ټولنيزو چارو پوه شیرعلم امله په دې اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( د جلال اباد ښار د چاپيریال د تخریب اساسي ستونزه چې ده هغه د ترانسپورټ ازدهام دی، چې د هغې د پټرولو او تیلو له استعمال نه ګازات افرازيږي، په جلال اباد ښار کې د ريکشو ډیروالی دی چې دغه د هوا د ګرمیدو او چاپيريال د تخریب عوامل دي.))


د ننګرهار د چاپيرساتنې ادارې مشر فضل الربي همیم هم دا مني چې د جلال اباد ښار د چاپيریال په ککړتیا کې د ریکشو رول تر نورو هغو زیات دی. دی وايي چې دوی وايي چې له اړوندو ادارو سره يې په ګډه يوه طرحه جوړې کړې او مرکز ته يې د تطبیق لپاره ليږلې ده.

(( د هوا د ککړتیا لامل د ریکشو ډيروالی دی، په ريکشو کې د ګازو استعمال دی ورسره د موبالایلو استعمال دی، صوتي ککړتیا هم رامنځته کوي، په دې برخه کې موږ طرحه جوړه کړې، د والي صیب له خوا منظوره شوې، د اداري مجلس له لوري تصویب شوې او موږ امنیه قوماندانۍ او د ترافیکو مدیریت ته لیږلې ده. خو د يو څه وخت په تيریدو سره دغه طرحه تطبیق نه شوه موږ يو ځل بیا د ترافیکو نه رسمي معلومات وغوښتل، هغوی موږ ته هغه عوامل وویل چې څه مشکلات په کې دي، موږ هغه مشکلات له مرکزي ادارې سره شريک کړي، هغوی به د خپل طریقه ورته د حل لاره پیدا کوي.))

د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال هم دا مني چې د جلال اباد ښار چاپيریال د ریکشو ډيروالي ککړ کړی دی، خو زیاتوي چې هڅه به وکړي چې د يوه متبادل روزګار په ورکولو سره د ریکشو د ډير والي مخه ونیسي.

(( دلته واقعاً د چاپیريال په اړه راز راز ستونزې موجودي دي، دلته د ریکشو موجوديت دی او بيا هغه ريکشې چې ډير زیات لوګي کوي، هغه د صحت لپاره ډيرې مضرې دي، خو دلته سخته بې روزګاري ده، له یوه چا د د روزګار اخيستل هم يوه ستونزه ده، د قانون تطبیق لږ مشکل دی، اوس د شل زرو پورې ریکشې دلته موجودي دي، خو دې هر یوه ته لس تنه او شل تنه کورنۍ په غاړه ده، خو موږ به هغه خپله هڅه او توان نه کار اخلو.))

د یادولو ده چې په تيرو شلو کلونو کې له پاکستان څخه ننګرهار ته هغو ريکشې خلکو په غیر قانوني ډول راوړي چې د زوړ والي له امله په پاکستان کې يې د ګرځیدو جواز نه لاره.

سره له دې چې د ننګرهار د ترافیکي مدیریت ورته په رسمي توګه د ګرځيدو جواز نه دی ورکړی، خو بيا هم په زرګونه ریکشې په ازادنه ډول د ښار په واټونو کې ګرځي او ورځ تر بلې يې په شمير کې زیاتوالی راځي.

XS
SM
MD
LG