د لاسرسي ځای

تازه خبر

موګېریني: پر امنه افغانستان د اروپا په ګټه دی


​اروپايي ټولنې یو وار بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره د خپلو هڅو ډاډ ورکړ.

د اتحادیې د بهرنیو چارو او امنیتي کړنلارې مشرې فېډریکا موګېریني ويلي چې په بروکسل کې د افغانستان په اړه راروان نړیوال کنفرانس له دې هېواد سره د سیاسي او مالي ژمنو د راغونډولو ښه موقع ده.

د هغې په وینا، په دې نړیواله غونډه کې به له افغانستان سره یوازې پر مالي مرستو نه بلکې د راتلونکیو څلورو نورو کلونو لپاره د دې هېواد د سیاسي ملاتړ پر دوام خبرې وشي.

موګېریني زیاته کړه چې اروپايي اتحادیه به د افغانستان سولې لپاره خپله همکاري جاري وساتي ځکه د اتحادیې ټول غړي هېوادونه هلته د ثبات له ټینګښت سره علاقمندي لري او د افغانستان په ثبات کې د دوی ګټې نغښتې دي.

موګېریني په سېشنبه په سلواکیا کې د اتحادیې دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، اروپايي اتحادیه باید هغو ګواښونو ته پام وکړي چې خپل وګړي یې ورسره مخامخ دي او پر امنیت پانګونه وکړي.

فېډریکا موګېریني زیاته کړه:

"موږ باید دې ته پام وکړو چې زموږ اتباعو ته کوم خطرونه مخامخ دي. دا په دې معنی چې موږ باید له خپلو شریکانو سره، په خپله سیمه کې له ختیځه تر لوېدیځه کار وکړو او د هغوی ظرفیتونه لوړ کړو، مقاومتیې زیات کړو او خپل امنیت ټینګ کړو. دا کار زموږ پر خپل امنیت پانګونه ده."

د اروپايې ټولنې بهرنیو چارو او امنیتي کړنلارې مشرې زیاته کړې چې افغانستان له زیاتو ستونزو سره د ډموکراسۍ او پرمختګ لپاره حرکت ته ژمنتیا ښودلې.

د موګېریني په وینا، نړیواله ټولنه باید د سولې او ثبات پر لور د افغانانو د حرکت ملاتړ ته دوام ورکړي او دا کار باید یوازې له مالي اړخه نه بلکې له سیاسي پلوه هم وشي.

بروکسل کې دافغانستان په اړه نړیوال کنفرانس چې د اکټوبر په څلورمه او پنځمه جوړېږي، د اروپايي اتحادیې د غړیو په ګډون د نړۍ د ۷۰ هېوادونو او ۲۰ نړیوالو سازمانونو استازي ورځي.

د ولسمشر مطبوعاتي دفتر یوه مرستیال ویاند دوا خان مینهپال په سېشنبه ازادي راډیو ته وویل، حکومت به د بروکسل په نړیوال کنفرانس کې خپل سیاسي، امنیتي او اقتصادي بریالیتوبونه بحث ته وړاندې کړي.

دوا خان مینهپال زیاته کړه:

"موږ د افغانستان په اړه نړیواله اجماع رامنځته کړې ده او د افغانستان دریځ ملاتړ کېږي چې وارسا یې ښه مثال دی او په څو ورځو کې بروکسل ته روان یو، موږ په دې هیله یو او باور لرو چې هلته به هم د نړیوالو مرستې له موږ سره وي. "

د اداري فساد پر ضد مبارزه، د انتخاباتي نظام اصلاح او د ښځو حقونه هغه مهم مسایل دي چې د بروکسل په نړیواله غونډه کې له افغانستان سره د نوې ژمنتیا لپاره مهم ګڼل کېږي.

د افغانستان حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله تېره میاشت تایید کړه چې د ملي یووالي حکومت په تېرو دوو کلونو کې د خپلو ځینو ژمنو په عمليکولو کې نه دی بریالی شوی.

د بېلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان د وضعیت په اړه د دې نړیوال کنفرانس ریاست به د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د اروپايي شورا مشر ډانلډ ټوسک کوي.

XS
SM
MD
LG