د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ولسمشر غني او حکمتیار به د اوونۍ تر پایه موافقه لاسلیک کړي"


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار به د روانې اوونۍ تر پایه د سولې موافقه لاسلیک کړي.

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت به د موافقې تر لاسلیک وروسته د غربي هېوادونو د بندیزونو له لېسته د حزب اسلامي د یو شمېر مشرانو د نومونو د اېستلو رسمي غوښتنه وکړي.

محمد هارون چخانسوري زیاتوي: "دا پروسه یو څه وخت نیسي، د افغانستان حکومت به د موافقې تر امضا وروسته چې د دې هفتې تر اخره به وشي، رسماً تقاضا وکړي چې ټول بندیزونه پر حزب اسلامي لیرې شي، نړیوالې ټولنې هم د اماده‎ګۍ او همکارۍ څرګندونه کړې ده."

محمد هارون چخانسوري زیاته کړه چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د روغې موافقه به د بروکسل په نړیواله غونډه کې د حکومت د بریالیو کړن‎لارو د بېلګې په توګه مطرح کړي.

ملګري ملتونه وايي، پر حزب اسلامي د بندیزونو د لیرې کېدو لپاره د افغانستان د حکومت تر رسمي غوښتنې وروسته به د دې سازمان امنیت شورا پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG