د لاسرسي ځای

تازه خبر

" په ارزګان کې دې پراخ پوځي عملیات پیل شي"


د ارزګان د خلکو یو شمېر استازو له حکومته غوښتنه کړې چې په ‎دې ولایت کې پراخ پوځي عملیات پيل کړي او د عامه نظم یوه لېوا ورواستوي.

هغوی د سېشنبې په ورځ د ارزګان پر ستونزو د خبرو لپاره له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.

د ارګ خبرپاڼه وايي،د ارزګان د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادم له ولسمشره غوښتنه کړې چې د امنیتي ځواکونو ترمنځ د ښې هماهنګۍ لپاره په‎ دې ولایت کې د امنیتي ادارو د قوماندې مرکز جوړ شي.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر محمد اشرف غني به ارزګان کې د پوځي عملیاتو د پیل پرېکړه وکړه او د ارزګان له خلکو سره‌یې ژمنه وکړه چې هغه کسان به مجازات شي چې د امنیت په ټینګولو کې یې بې‌غوري کړې ده.

ولسمشر غني د خلکو د اسانه تګ راتګ لپاره د کندهار او ارزګان ترمنځ د "درې نور" لارې جوړېدو سپارښتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG