د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوري ځواکونو د حلب نیولو لپاره عملیات پیل کړي


د سوریې حکومت د سېشنبې ورځ د حلب ښار بېرته نیولو لپاره ځمکني پوځي عملیات پیل کړي دي.

د سوریې حکومت ادعا کړې چې په حلب کې د ځمکنیو پوځي عملیاتو له پيل سره ‌یې د ښار ځینې مرکزي سیمې نیولې دي.

حلب له تېرو څلورو کلونو راهیسې د حکومتي ځواکونو او د رژیم د وسله‎والو مخالفو ډلو ترمنځ وېشل شوی دی.

د ښار په ختیځو سیمو کې د رژیم مخالفې ډلې او په لوېدیځ کې د سوریې حکومتي ځواکونه کنټرول لري.

د سوریې دولتي ټلوېزیون د سېشنبې ورځ وویل، چې حکومتي ځواکونو د حلب تاریخي کلا په شمال غرب کې"الفرافره" سیمه نیولې او جګړه د ښار تاریخي ځایونو ته نېږدې شوې ده.

د سوریې پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د حلب ښار د نیولو لپاره پوځي عملیات کوي او په‎ دا ډول د اوربند هغه موافقه ماته شوه چې د امریکا او روسیې په ملاتړ رامنځته شوې وه.

په جګړه کې ګېر د حلب ښار
په جګړه کې ګېر د حلب ښار

په سوریه کې د جګړې دواړو خواوو پر مقابل لوري د اوربند ماتولو تور پورې کړی دی.

د اوربند موافقې له ماتېدو راهیسې، د سوریې حکومت او روسیې جنګي الوتکو پر حلب او نورو سیمو بمبارۍ جاري ساتلې دي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډي مېسټورا روانه اوونۍ په امنیت شورا کې وویل:

"هېڅ واقعه، پرته له ‎دې چې پر دې فکر وشي چې د توضیح وړ ده که نه‎ده، هغه پېښې نه‎شي توجیه کولائ چې موږ یې په سترګو وینو. په سوریه کې د اوربند ماتېدل او د تشدد بیا پيل او له دې سره سم د ډېر پراخ پوځي کمپاین پیل چې تشدد یې بې‌ګناه ملکي کسان متأثره کړي، توجیه نه‎لري."

ډي مېسټورا زیاته کړه چې تېره اوونۍ د سوریې په شپږ کلن بحران کې یو له ډېرو خونړیو هغو وه.

په سوریه کې د بشري حقونو څارنې اداره چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي چې د سوریې په شمالي او ختیځو سیمو کې د وروستیو بمباریو له امله لږ تر لږه ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو روانه اوونۍ پر روسیې او د بشارالاسد پر رژیم تور لګولی چې د ملکي خلکو پرضد یې ګډ کمپاین پيل کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ وویل، د سوریې حکومتي ځواکونه چې د روسیې جنګي الوتکې یې ملاتړ کوي، پر ملکي خلکو بمي حملې کوي او په‎ دې ډول‌ يې تسلیمېدو ته اړ باسي.

په حلب کې لږ تر لږه دوه نیم لکه وګړي په جګړه کې ګېر دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG