د هند بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، په سرحدي سیمو کې د ترهګرو بریدونو او د سیمه ییزې همکارۍ سازمان په غړیو هېوادونو کې د لاسوهنو له امله په اسلاماباد کې غونډې ته نه ورځي.
په خبرپاڼه کې د هېواد نوم اخیستو پرته خو نوي ډيلي پر پاکستان تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې یې وسلهوال پاللي او په هندي کشمیر کې پر پوځي اډه په وسلهواله حمله کې چې ۱۸ تنه پکې ووژل شو، لاس لري.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اسلاماباد د سولې ټینګښت ته ژمن دی.
وړاندې ټاکل شوې وه چې نریندرا مودي په اسلام اباد کې غونډې ته ورشي.
افغانستان، هند، بنګلهدیش، بوټان، نیپال، مالدیف او سریلنکا د جنوبي اسیا سیمه ییزې همکارۍ سازمان سارک غړي دي.