د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د ۱۶ ملایانو پر ویناګانو بندیز لګېدلی


د اسلام آباد ضلعي انتطاميې د فرقه یيزي شخړو له وجې په پلازمېنه کې يوولس ځايي او د نورو ضلعو شپاړلس علماو پر ویناګانو د دوو مياشتو لپاره بندیز لګولی دی.

د اسلام اباد ضلعي انتطاميې د یوې خپرې شوې بيانیې له مخې دغه علماو ته ويل شوي دي چې د دوی د يو بل پرضد بيانونو له وجې تر محرم مياشتې وړاندې او د محرم په دوران کې فرقه یيزې شخړې رامخې ته کېدلای شي چې له وړاندې موجودې دي او د دې له وجې د امنيت صورتحال خرابېدلای شي او د ولس ژوند او مال ته زيان هم رسېدلای شي۔

په بيان کې ويل شوي دي چې يوولس ځايي علماء ولسي اجتماع ته خطاب نشي کولی چې پکې ديوبندي او جعفريه فقهې څلور څلور او د بريلوي فقهې 3 علماء شامل دي۔

د علماوو د يو بل پرضد د بيانونو بنديز په اړه د مذهبي چارو کارپوه مفتي فضل منان مشال رېډيو ته وويل چې اسلام د امن دين دی او په دې دين کې کله هم د شر خبره نه کېږې او نه اسلام هېڅکله يو بل ته د زيان رسولو درس ورکوي۔ نو پداسې علماو پابندې لګول ښه خبره ده ځکه چې پخوا په اسلام کې علماو هم که چرې اختلاف لرلو نو د يو بل په رایه به یې خپل نظر لرلو خو چرې یې د يو بل خلاف نفرت نه دی خور کړی او نه یې له يو بل سره په زړه کې نفرت ساتلی دی۔

د مذهبي چارو یوبل کارپوه پروفېسر ډاکټر دوست محمد مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په ولس کې تعصب او تاوتريخوالی پيدا کول له اسلام سره تړون نه خوري او نه کله اسلام د يو بل د فرقې خلاف د نفرت درس ورکوي۔ خو د ډېرو علماو په علم کې کمی او د څه پټو اېجنډو له وجې مختلف واقعات په سمه توګه نه بيانېږي نو هم دا د نفرت وجه جوړه شي۔

د انتظامې بيان مطابق د نورو ضلعو پر شپاړلسو علماوو اسلام اباد ته په داخيلېدو بنديز لګيدلی دی چې پکې اووه د ديوبندي، پنځه جعفريه او څلور د بريلوي فرقې علماء شامل دي.

XS
SM
MD
LG